د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، د مخکېني حکومت چې د ګاونډ او سیمې له هېوادونو سره یې اړیکې خرابې وې بېرته رغول شوي دي.
امیرخان متقي تیر نظام د لویدیځ تر اثر لاندې وباله او په خبره یې همدا لامل وه،چې له ځینو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پرې شوې وې.
متقي وايي، د چین، روسیې، ایران او پاکستان سربېره یې د سیمې او ګاونډ په ۱۳ هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته نوي ډیپلوماتان ورلیږلي او چارو کې کوم ځنډ نه دی رامنځته شوی.
متقي زیاته کړې:« مخکینی ریژم د غرب تر اثر لاندې وه،د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره یې اړیکې خرابې وې،خو دا موږ ورغولې. ایران ، ازبکستان ، ترکمنستان ، چین ، پاکستان ، قزاقستان ، قرقزستان ، روسیې ، ترکیې ، سعودي عربستان ،متحده عرب اماراتو ، قطر او مالیزیا ته مو خپل نوي ډیپلوماتان ولیږل او له دې پرته د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو کې موږ د افغانستان سفارتونو سره اړیکې ټینګي دي،چې د وزارت اطاعت کوي.»
خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، له هېوادونو سره اداري تعامل مثبتې اړیکې نه شي کیدای او نه دغه ډول تعامل اړتیاوې پوره کولی شي.
د دوی په باور یوازې رسمیت پيژندنه ده، چې د یوه هېواد حکومت ته باور ورکوي او سفیر یې په رسمي توګه منل کیږي.
د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« کوم چې له هېوادونو سره رسمي تعامل نه لرئ ولې اداري تعامل شته دی. دې ته مثبتې او یا هم د ضرورت رفعه کول لپاره اړینې اړیکې نه ویل کیږي. اړیکې هغه دي،چې اسلامي امارت په رسمیت وپيژندل شي، هېوادونه یې حضور ومني او سفیر ته یې موافقه ورکړل شي. دا ښه خبره ده،چې اړیکې د پراختیدو په حال کې دي، خو د نړیوالو اصولو له مخې دا هغه څه نه دي،چې افغانان انتظار لري، د دې لپاره چې دغه اړیکې رسمي شي،اسلامي امارت باید خپلو سیاستونو کې تغیر راولي.»
ځینې بیا وايي، اوسنیو شرایطو ته په کتو له بل هر وخت اوس افغانستان زیاته اړتیا لري،چې له نړۍ او سیمې سره په متقابل درناوي ولاړې رسمي اړیکې ټينګې کړي.
دغه راز دوی وايي، غیر رسمي اړیکې چې هرڅومره پراخې وي، ستونزې نه شي حل کولی.
د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي:« شرایطو ته په کتو سره له بل هر وخت اوس مهمه داده،چې د افغانستان اړیکې له سیمې ، ګاونډیو او سترو هېوادونو سره په متقابل احترام او یا هم په ملي ګټو ولاړې اړیکې باید جوړې شي او جدي اړتیا ورته ده.»
له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول، چې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ او اروپايي ټولنې ترڅنګ د سیمې ګڼ شمیر ستر هېوادونه په کابل کې سفارتونه لري او ډیپلوماتان یې په عادي ډول خپلې چارې پرمخ بیايي.