Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د تاشکند او نوي دهلي ناستې به د ا.ا رسمیت پیژندنې سره مرسته وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/03/09

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې وړمه ورځ د افغانستان په تړاو ناسته جوړه شوې وه،چې د چین  او روسیې په ګډون ایران،پاکستان، تاجکستان ، ترکمنستان او د ازبکستان هېوادونو ځانګړو استازو په‌ کې ګډون کړی وه.

د ناستې ګډونوالو په یوه خوله په افغانستان کې د تل پاتې سولې پر ټېنګښت او همداراز د بشري مرستو پر رسولو ټېنګار کړی دی.

په ورته مهال په نوي دهلي کې د هند او منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته هم شوې ده او د افغانستان پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي او بشري حالاتو په کې خبرې شوي او ټینګار یې کړی دی،چې د افغانستان ملي حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي. 

دا ناسته وړمه ورځ په نوي ډهلي کې جوړه شوې وه، چې  د کوربه هند ترڅنګ د قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ځانګړو استازو په کې ګډون درلود.

د ناستې ګډونوالو د افغانستان په کورنیو چارو کې پر نه لاسوهنې هم ټېنګار وکړ او د یوه سوله ییز، خوندي او با ثباته افغانستان غوښتنه یې کړې.

د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،د ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د یوه داسې ریښتیني سیاسي جوړښت د جوړولو غوښتنه وکړه،چې په کې د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، لږکیو او نورو  حقونه خوندي وي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، دغه ډول ناستې د افغانستان لپاره له ارزښت ډکې دي او دا  کولی شي،چې د اسلامي امارت له رسمیت پیژندنې سره مرسته وکړي.

دوی وايي، اسلامي امارت هم په دې لټه کې دی،چې له دغو هېوادونو سره چې د تاشکند ناسته کې یې ګډون کړی وو، سیاسي اړیکې ټېنګې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالقادر جیلاني وايي:« په دې باوري یم،چې په اوسنیو شرایطو کې دغه ډول ناستې یو څه اهمیت لري،حد اقل د اوسني نظام په هکله ځينې بحثونه ترسره کیږي او دا کیدای شي،چې د طالبانو حکومت د رسمیت پیژندنې لپاره ګټور وي او طالبان هم هڅه کوي،چې له دغو هېوادونو سره خپلې سیاسي اړیکې ورغوي.» 

ځينې نور بیا په دې باور دي،چې د تاشکند ناسته د افغانستان سولې ، اقتصاد او له یادو هېوادونو سره د دوه اړخېزو سیاسي او  اقتصادي اړیکو ټېنګښت په برخه کې خورا اغیزمن ده او باید سیمه د افغانستان په تړاو دغه ډول ناستو ته دوام ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:«دغه کنفرانس د افغانستان سولې ، پراختیا ، تعلیم   او تربیې  او یادو هېوادونو سره د اړیکو د ټېنګښت لپاره مهم  او اغیزمن دی.»

ځينې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات ټېنګښت لپاره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو همکاري مهمه ګڼي،خو په خبره یې د دغو هېوادونو په صداقت لاهم شکمن دي.

د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمان شهاب وايي:«په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات لپاره د سیمې اونړۍ هېوادونو همکاري مهمه ده،خو باید دغه همکاري صادقانه وي. هرکله چې په افغانستان کې د دایمي سولې بحث مطرح شوی،هر ګاونډي په کې د خپلو ګټو پر بنا یوه موضوع پیدا کړې، بنآ د افغانستان په ثبات کې د ګاونډیانو رول مهم دی او افغانستان د نړۍ د جز په توګه باندې حق لري،چې په سوله اوثبات کې ژوند وکړي.» 

بل پلو د سیاسي چارو کارپوه فهیم جنت بیا په دې باور دی،چې د دغه ډول ناستو جوړېدل او یاهم دوام یې د سیمې او افغانستان په ګټه دی.

د جنت په خبره، که سیمه او نړۍ د افغانستان د دایمي ثبات او سولې لپاره ریښتیني ګامونه واخلي،نو دوی به هم ارام ژوند ولري.

هغه زیاته کړې:«هرڅومره،چې دغه ډول ناستې زیاتې شي، د افغانستان او سیمې په ګټه دي، په دې شرط چې د سیمې هېوادونه له افغانستان سره صادق وي. زه باوري یم،چې د افغانستان خلکو ته او سیمې ته یې ګټه رسیږي. هېوادونه کولی شي،چې په ارامه توګه خپل ژوند وکړي.» 

د تاشکند او هند ناستې  چې اجنډا یې افغانستان وه، د اسلامي امارت استازي نه وو وربلل شوي،خو کتونکي په ټوله کې دغه ډول ناستې د افغانانو لپاره ګټورې یادوي او له هېوادونو غواړي،چې د خپلو او افغانستان ګټو لپاره دې دغه ډول ناستو ته دوام ورکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist