Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اتمر: افغانستان کې مو سیاسي ماته خوړلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/03/07

په افغانستان کې د جمهوریت د سقوط لاملونو په تړاو ګڼ نظرونه موجود دي،خو تازه د مخکېني حکومت بهرنیو چارو  وزیر حنیف اتمر ویلي،د نړیوالې ټولنې د مسولیت د نه ادا کولو له امله د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت له منځه ولاړ او یوه ستره فاجعه رامنځته شوه.

حنیف اتمر ویلي، اسلامي امارت په خپل زور واک ته نه دی رسیدلی، خو دا یې هم ویلي چې دوی په ګډه له نړیوالې ټولنې سره سیاسي ماتې وخوړه. 

اتمر زیاته کړې:« موږ باید په دې باندې اعتراف وکړو،چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سقوط او ناکامي یوه فاجعه او مصیبت وه، نه یوازې د افغانان لپاره بلکې د سیمې او نړیوالې ټولنې لپاره او  دا د ټولو ګډ مسوولیت و. دا حالت د افغانانو او زموږ  نړیوالو ملګرو د دوو لسیزو قربانیو وروسته راغی، خو وروسته له هغې چې زموږ نړیوال ملګري خپل مسوولیت ادا کولو کې ناکام شول، طالبان په پوځي ډول دې چاره کې بریالي نه شول، بلکې موږ ټولو په ګډه سیاسي ماتې وخوړه.» 

اتمر ویلي، د جمهوریت د سقوط له امله افغانستان کې ګڼ بحرانونه رامنځته شوي، د ښځو حقونه نقض شوي، امنیت د تیر په پرتله ډاډمن نه دی او بشري وضعیت خراب شوی،چې له امله یې ۹۰ سلنه افغانان کافي خوړو ته لاس رسی نه لري. 

هغه زیاته کړې:« وس د دغې فاجعې له امله یو شمیر بحرانونه منځته راغلي. دا هغه ناورینونه دي،چې دواړو افغانستان او نړیوالې ټولنې لپاره منفي پایلې لري. لومړی بشري بحران دی،چې له ۹۰ سلنه زیات افغانان د خوړو له کمښت سره مخ دي. دا ځکه بده ده،چې د یوه فعال دولت خدمتونه او مسوولیتونه له منځه یوړل شول. دویم اقتصادي سقوط دی. دا حالت خلک لا نور هم غریبوي،ځکه اړینو اقتصادي انسټیټیوتونو سقوط کړی، نړوالې ټولنې له افغانستان سره  اړیکې پریکړې او افغانستان نه شي کولی چې په موثره توګه له  بیروني نړۍ سره سوداګري وکړي،چې دې چارې بشری وضعیت لا  خراب کړی دی.» 

بل خوا اتمر د اوسنیو ستونزو حل لار بین الافغاني خبرې او مذاکرات یاد کړي،خو ویلي دي چې اسلامي امارت به هېڅ کله هم خبرو ته حاضر نه شي.

اتمر زیاتوي:« یوه پوښتنه،چې تل له نړوالو شریکونو سره د خبرو پر مهال کیږي،هغه دا ده، چې ایا طالبان به دې ته چمتو وي او قبول کړي،چې د  خبرو میز ته  د مذکراتو لپاره حاضر شي؟ ځواب یې دا دی، چې نه هېڅ کله نه. که چیرې موږ ملي او نړیوال فشار پر دوی را نه وړو. لومړنۍ لار چې وکولی شو دا ملي او نړیوال فشار په دوی راوړو، هغه قانوني هوکړې،چې د دوحې د سولې هوکړه ده،د هغې په زور باید وي.» 

د پرځیدلي مخکېني حکومت دغه لوړپوړی چارواکی،چې د ملي امنیت شورا سلاکار او بهرنیو چارو وزیر په توګه دندې ترسره کړي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو جلا وطنه شوی او بهر کې یې د افغانستان د سولې او عدالت ملي خوځښت په نوم یو حرکت اعلان کړی دی.

اتمر د ملي روغې جوړې لپاره پر افغانستان د نړیوالو فشارونه غوښتنه داسې مهال کوي،چې له تېر یوه نیم کال راپدیخوا د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې  افغانستان په نړیواله کچه منزوي شوی او سخت سیاسي او اقتصادي بندیزونه پرې وضع شوي،چې ډېره قرباني یې له عام ولس اخېستې ده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

سپتمبر 22, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist