Skip to content
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د شنبې پر ورځ د « د ۱۴۰۱ کال د کب پر ۱۳مه» په کابل کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن او د یادې ټولنې له شارژدافېرې رافایلا یودیچي سره د افغانستان په تړاو په بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې توماس نیکلاسن ویلي، بشري مرستې له سیاست سره نه تړي او له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نیکلاسن زیاته کړې،چې له اسلامي امارت سره د خبرو له لارې کولی شي،چې پر مخ ولاړ شي او شته ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر بیا ویلي، اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط بشپړ کړي، نړیوال باید اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ورکړل شي.
دغه راز عبدالکبیر زیاته کړې،چې اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ مثبت تعامل غواړي او هېله لري،چې اروپايي ټولنه دې تعامل ته لاره هواره کړي.
نوموړي له اروپایې ټولنې غوښتي دي،چې د افغانستان په اساسي بیارغاونه کې فعاله ونډه واخلي.