Skip to content
د فراه ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولین وایي، د کابو ۲۸ زرو برښنایي پېژندپاڼو د وېش له درکه یې ۸.۵ میلیونه افغانۍ عواید را ټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
د یادې ادارې د رییس عبدالکریم یوسف په خبره، په دغه ولایت کې برښنایي پېژندپاڼو وېش یوه څانګه فعاله ده، چې تر دې دمه یې څه باندې ۲۸ زره برښنایي پېژندپاڼې وېشلي دي.
د نوموړي په وینا، په یاد ولایت کې اوس د پېژندپاڼو د وېش بهیر درېدلی او هڅه کوي، چې ستونزې حل او د پېژندپاڼو وېش بېرته پیل کړي.