Skip to content
د دغه برېښنا بند امر انجنیر عبدالبشیر وزیري وایي، دغه بند ۳ توربینونه لري چې د یاد امریت د تخنیکي کارکوونکو په هلوځلو فعال ساتل شوي دي.
وزیري زیاته کړې، یاد بند ۱۷۰۰ برښنا پېرودونکي لري او سږ کال د برښنا له لګښت څخه څه باندې ۴۰ میلیونه افغانۍ راټولې شوې چې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د نوموړي په خبره، هر توربین شپږ مېګاواټه برښنا تولیدوي او که نوي توربینونه نصب شي نو ظرفیت به یې ۹ مېګاواټه برېښنا ته لوړ شي.
د پلخمري ښار لومړی برښنا بند د افغان نساجي له فابریکې سره تړاو لري، چې ۸۱ کاله وړاندې د نساجي د فابریکې په جوړېدو سره جوړ شوی دی.