شااوخوا ۱۶ میاشتې کیږي،چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت او نړیوالو ترمنځه ناندرۍ دوام لري او ورځ تر بلې د زیاتیدو په حال کې دي.
که څه هم د اسلامي امارت له واک ته رسیدو راوروسته نړیوال د هغوی پر حکومتولۍ نیوکه لري،خو له هغه ته یې چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي او ښځې یې له کار کولو منعه کړې نیوکې او غبرګونونه یې لا زیات شوي دي.
په غیر دولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو کار بندیز په غبرګون کې یو ځل بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کړې.
د امنیت شورا دغه ناسته چې د جاپان او متحده عرب اماراتو په بلنه جوړه شوې وه، د دغو هېوادونو په ګډون ۱۱ هېوادونو یوه ګډه اعلامیه هم لاسلیک کړې.
یاده اعلامیه،چې ملګرو ملتونو کې د جاپان د دایمي استازي له خوا رسنیو ته وړاندې شوې، له اسلامي امارت په کې د خپلو پریکړو د بېرته اخېستلو او ټولنه کې ښځو ته د هر اړخیزه ګډون غوښتنه شوې.
ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازی ایشیکان کیميهیرو وايي:« موږ د ښځو، سولې او امنیت د اصولو په تړاو د امنیت شورا د ګډو ژمنو لاسلیک کوونکي یو. البانیا، برازیل، ایکواډور، فرانسه، ګابون، جاپان، مالتا، سویس، متحده عرب امارات، بریتانیا او متحده ایالات په افغانستان کې د ښځو او نجونو د نازک وضعیت په اړه د ژورې اندیښنې څرګندولو لپاره سره راټول شوي دي. موږ له طالبانو غواړو،چې د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول ظالمانه اقدامات او پریکړې په سمدستي توګه بېرته واخلي. د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او د ښځو او نجونو حقونو ته او په افغانستان کې له سیاسيت او اقتصاد څخه نیولې تر زده کړو او عامه ژوند پورې د ټولنې په ټولو اړخونو کې د هغوی بشپړ، مساوي او معنی لرونکي ګډون ته درناوی وکړي.»
په ورته وخت کې دغو هېوادونو د نړیوالو بشري مرسته کوونکو ادارو فعالیت د ښځینه کارمندانو له کار پرته ناممکن بللی دی.
هغوی ویلي،افغانستان هغه وخت باثباته، اقتصادي او امن کیدای شي،چې د ښځو او نجونو په ګډون په کې ټول زده کړو ته لاس رسی او برابر حقونه ولري.
ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازی ایشیکان کیميهیرو وايي:« ښځې د ناوړه بشري وضعیت د مخنیوي د فعالیت لپاره اړینې او مهمې دي. دوی اړیکو کې ځانګړی مهارت لري او خلکو ته لاسرسی لري،چې د دوی نارینه همکاران په هغه ډول کار نه شي کولی، د ښځو او نجونو لپاره د ژوند ژغورنې اړین ملاتړ برابروي. افغانستان کې به نړیوالې موسسې د مرستو په رسولو کې د دوی له ګډون او د دوی د اړینو مهارتونو پرته ونه شي کولی هغو اړمنو کسانو ته او په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته اړین توکي او خدمتونه وړاندې کړي.
موږ له ټولو خواوو د شورا غوښتنه بیا تکرار وو،چې بشردوستانه فعالینو ته د جنسیت په پام کې نیولو پرته د بشپړ، خوندي او بې خنډه لاسرسي اجازه ورکړي. له دې سربېره افغانستان یو باثباته، اقتصادي، او سوله ییز هېواد هغه وخت کیدای شي،چې د ښځو او نجونو په ګډون ټول افغانان زده کړو ته لاسرسی ولري او ترلاسه یې کړي او په بشپړه، مساوي او معنی لرونکې توګه د هېواد په راتلونکې او پرمختګ کې برخه واخلي.»
اسلامي امارت د تیر په څیر بیا هم دې ناستې ته غبرګون ښودلی او ویلي دي،چې هر څه به د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې تنظیم شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یو لړ ټویټونو په ترڅ کې ویلي،هېواد کې د شریعت خلاف کړنو ته اجازه نه شي ورکولی او له نړیوالو یې غوښتي،چې دیني اصول په نظر کې ونیسي.
هغه زیاته کړې:« د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستې په تړاو باید ووایم،چې اسلامي امارت د دوی اندېښنې درک کولی شي، خو اسلامي امارت هڅه کوي،هر څه د اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي.د مسولیت په نظر کې نیولو سره دا هر څه خلکو او دین پورې اړه لري،چې اسلامي امارت هېواد کې داسې کړنو ته اجازه نه شي ورکولی،چې د شریعت خلاف وي. بهرني هېوادونه او نړیوالې ادارې باید زموږ د ملت دینې غوښنې درک کړي او بشري مرستې دې سیاست پورې نه تړي. د دیني اصولو او ارزښتونو پر بنسټ موږ ټولو برخو کې همکارۍ ته تیار یو.»
دا لومړی ځل نه دی،چې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په تړاو نړیوال ناسته کوي،بلکې له دې وړاندې هم ګڼې ورته ناسته شوي،خو کوم مثبتې پایلې یې نه درلودې.
دې وروستۍ ناسته کې پر سرپرست حکومت د نیوکو تر څنګ د افغان ښځو او نجونو د هر اړخیزه ملاتړ ژمنه هم شوې ده،چې اسلامي امارت اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره یې د حل ژمنه کړې ده.