Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ترکیه کې د علماوو ناستې ګډونوال: له اسلامي هېوادونو غواړو له ا.ا سره نږدې اړیکې وساتي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/18

په ترکیه کې د دیني علماوو دوه ورځينۍ ناستې په یوه خبرپاڼه کې له اسلامي هېوادونو غوښتي  دي، چې د افغانستان له نوي نظام سره نږدې اړیکې وساتي. 

 خبرپاڼه کې راغلي، چې اسلامي هېوادونه باید له اسلامي امارت سره سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې ټینګې کړي او په نړیوال مشروعیت کې یې د اسلامي هېوادونو رول مهم بللی دی.

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دي، که اسلامي نړۍ د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پیژندنې لپاره یو دریځ غوره کړي، نوره نړۍ به هم اوسنی سرپرست حکومت پر رسمیت وپیژني او افغانستان به له سیاسي او اقتصادي انزوا واېستل شي.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« د دیني علماوو ناسته په ترکیه کې د افغانستان لپاره ښه فرصت دی، چې باید ترې ګټه واخلي، که ټول اسلامي هېوادونه د افغانستان د رسمیت پیژندنې پریکړه وکړي، نو غیراسلامي هېوادونه به هم بیا د افغانستان رسمیت پیژندنې لپاره زړه ښه کړي.»

خو ځینې نور بیا په دې باور دي، چې په ځینې پریکړو کې اسلامي هېوادونه خپلواک نه دي.

دوی وايي، ټوله اسلامي نړۍ د مریکا د سیاسي تسلط تر سیوري لاندې ده او په خپل سر نه‌ شي کولی، چې د افغانستان اوسنی نظام پر رسمیت وپیژني.

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« په فرهنګي او دیني برخو کې له افغانستان سره تعلق مثبت واقع کیدای شي، خو په سیاسي لحاظ نړۍ او په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونه د امریکا تر سیوري لاندې دي، کله چې امریکا اسلامي امارت پر رسمیت ونه پیژني او اسلامي امارت د نړیوال بې طرفه سیاست تعریف ونه لري، فکر نه کوم چې اسلامي هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت وپیژني.»

د ترکیې د دیني علماوو ناسته کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ګډون کړی وه او دغې ناستې ته یې په خپله وینا کې ژمنه ښودلې وه، چې د نجونو ښوونځي به پرانېستل شي، هغه څه چې د رسمیت پيژندنې لپاره د نړیوالو له لوري د شرط په توګه وړاندې شوي وه. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist