Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: که اسلامي هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني ملاتړ دې وکړي 

مجاهد: د نجونو لپاره د جلا ښوونځیو او د نصاب پر سمون کار روان دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/17

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ترکیه کې د دیني عالماوو ناستې ته په وینا کې ویلي، له شپږم ټولګې پورته د نجونو تړل شوي ښوونځي هرو مرو پرانېستل کیږي

مجاهد ویلي،اوس پر دې کار روان دی،چې نصاب ته سمون ورکړي،ښوونځيو ته د نجونو د تګ راتګ لپاره تدابیر ونیسي،جلا ښوونیز او معیاري سیستم رامنځ ته کړي.

د مجاهد په خبره، له دغو هڅو یې  موخه داده،چې د خپل ولس ذهن د نجونو له زده کړو سره له مخالفت راوګرځوي.

مجاهد زیاته کړې:«د نجونو پرمخ به تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي حتمي خلاصیږي. موږ د هغوی د نصاب په سمون، د تګ راتګ لپاره د ترانسپورټي وسایلو په چمتو کولو او د هغوی لپاره د جلا ښوونیز او معیاري سیسټم پر جوړولو بوخت یوو،ترڅو وکولی شو،خپل ولسونه ذهنا د نجونو د زده کړو له مخالفته را واړوو.»

د کابل اوسېدونکي وايي، ولس د نجونو له زده کړو سره مخالف نه دی او نه هم ښوونځي د ولس له لوري تړل شوي دي، افغان ولس تل د خپلو بچیانو پر زده کړو ټینګار کړی دی.

دوی وايي، ولسونه هم د علم زده کړه فرض ګڼي او نه غواړي،خوندې او میندې یې له زده کړو بې برخې وي.

د دوی غوښتنه داده،چې نور دې د ښونځیو دروازې د افغان نجونو پرمخ پرانېستل شي.

د کابل ښار اوسېدونکی عبدالبصیر وايي:« له اسلامي امارته مو غوښتنه داده،چې ژر تر ژره د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي. علم فرض دی،له اسلامي امارت غواړو،چې د نجونو ښوونځي پرانیزي،نور نه غواړو،چې مور خور او میرمن مو بې علمه پاتې شي.»

په ورته مهال له شپږم ټولګي پورته زده کوونکې وايي،خواشینې دي،چې له ښوونځیو ګرځول شوي دي.

دغه زده کوونکې له اسلامي امارته غواړي،چې نور دې د دوی د زده کړو وخت نه ضایع کوي او ښوونځیو ته دې  د تګ اجازه ورکړل شي.

د یو لسم ټولګي زده کوونکې مروه دانش وايي:«له اسلامي امارت نه زموږ غوښتنه داده،چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې شته محدودیتونه دې لرې کړي او پریږدي،چې د ښوونځیو دروازې خلاصې شي،چې نجونې هم لکه د خپلو وروڼو زده کړې وکړي،ځکه چې د علم زده کړه فرض ده .»

دنړۍ دیني علماوو د ترکیې په ناسته کې له اسلامي امارته غوښتي،چې په افغانستان کې د نجونو ټول ښوونځي دې پرانیزي او د نجونو زده کړو پر وړاندې پراته خنډونه دې لرې کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist