Skip to content
کابل کې د امریکا له خوا د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهرِي د وژلو له ادعا وروسته د اسلامي امارت او سي.آی.اې ترمنځ د دوحې په میز خبرې شوي دي.
د ناستې په اړه زیات جزئیات نه دي ورکړل شوي،خود سی.این.این ټلوېزیوني شبکې د راپور په حواله افغانستان کې د القاعده ډلې د حضور په تړاو د برید خبرداری ورکړل شوی دی.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، د امریکا او پاکستان وروستی استخباراتي معاملې له شک خالي نه دي،خو پر وینا یې د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو رغېدو ته زیات فرصتونه شته دي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي:«که څه هم په سیمه کې د امریکا او پاکستان وروستۍ استخباراتي معاملې د شکونو او اندېښنو ډکې دي،خو په لویه کې د امریکا او افغانستان ترمنځ ستراتیژیکو ګټو او همکاریو ته پراخې زمینې شته دي. پکار ده چې د دوحې فورم او مذاکراتو په دوام باندې سازش وشي. پکار ده،افغان حکومت پر کور دننه داسې اصلاحات راولي،چې نړۍ سره تعامل او راشې درشې لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړي.»
سره له دې چې د القاعده شبکې د مشر په وژلو د واشنګټن او کابل اړیکې ښې نه دي،خو له دې سره سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په نږدې دوه میاشتو کې د بندیانو بریالۍ تبادلې هم شوي دي.
د سیاسي چارو کارپوهان د امریکا او اسلامي امارت د وروستی ناستې په تړاو بېلا بېل نظرونه لري
د سیاسي چارو شنونکی صادق شینواری وايي:«د افغانستان اسلامي امارت استخباراتي مسوولینو کتنه په قطر کې د امریکا له ځانګړي استازي او استخباراتو سره،دا د افغانستان راتلونکي امنیتي وضیعت باندې مثبت اغیز لري. د امریکا دا تصمیم،چې د افغانستان پر خاوره ډورن بریدونه کموي،د دې ښکارندوي کوي،چې اسلامي امارت سره اړیکې مثبت لور ته روانې دي او پر رسمیت پېژندنه کې رول لري.»
د سیاسي چارو شنونکی امیر ګران وايي:« زما په نظر ترڅو چې د طالبانو هغه اداره،چې ملي او نړیوال مشروعیت نه لري،ترڅو چې اساسي قانون، د ټاکنو له لارې د حکومت ټاکل،د ښځو حقوق، د نجونو زده کړې او فردي ازادیو ته درناوی ونه شي،نړیوال د طالبانو حکومت پر رسمیت نه مني. په افغانستان کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي، نږدې ۲۵ میلونه خلک خوراکي توکو ته لاس رسی نه لري،په ځانګړي ډول ژمي کې طالبانو ته پکار ده،چې د دوحې په هوکړې عمل وکړي.»
که څه هم د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د نسبي ورانو اړیکو رغېدو ته د دواړو لورو له خوا شنه څراغونه روښانه شوي دي،خو د دوحې تړون چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د خبرو اساس ګڼل کېږي، دواړه غاړې یې یو بل پر نقض تورنوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، امریکا دې ورسره تعامل وکړي او پر افغانستان او سیمه دې ثبات ولوروي.
مجاهد زیاته کړه:« که امریکا له دې وروسته د افغانستان او سیمې ثبات غواړي او په نورو هیوادونو ثبات لوروي،خپلې او د نورو هېوادونو ګټې غواړي، نو امریکا دې په اوسني وخت کې له اوسني نظام سره تعامل ته ورسېږي.»
وبه لیدل شي،چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د اوسنۍ ناستې پایله به څه وي، خو پاکستان هڅه کوي،چې له فرصته ګټه واخلي او امریکا ته بایللی باور بېرته خپل کړي.