Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان او امریکايي چارواکو دوحه کې سره خبرې کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/10

کابل کې د امریکا له خوا د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهرِي د وژلو له ادعا وروسته د اسلامي امارت او سي.آی.اې ترمنځ د دوحې په میز خبرې شوي دي.

د ناستې په اړه زیات جزئیات نه دي ورکړل شوي،خود سی.این.این ټلوېزیوني شبکې د راپور په حواله افغانستان کې د القاعده ډلې د حضور په تړاو د برید خبرداری ورکړل شوی دی.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د امریکا او پاکستان وروستی استخباراتي معاملې له شک خالي نه دي،خو پر وینا یې د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو رغېدو ته زیات فرصتونه شته دي. 

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع  وايي:«که څه هم په سیمه کې د امریکا او پاکستان وروستۍ استخباراتي معاملې د شکونو او اندېښنو ډکې دي،خو په لویه کې د امریکا او افغانستان ترمنځ ستراتیژیکو ګټو او همکاریو ته پراخې زمینې شته دي. پکار ده چې د دوحې فورم او مذاکراتو په دوام باندې سازش وشي. پکار ده،افغان حکومت پر کور دننه داسې اصلاحات راولي،چې نړۍ سره تعامل او راشې درشې لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړي.»

سره له دې چې د القاعده شبکې د مشر په وژلو د واشنګټن او کابل اړیکې ښې نه دي،خو له دې سره سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په نږدې دوه میاشتو کې د بندیانو بریالۍ تبادلې هم شوي دي.

د سیاسي چارو کارپوهان د امریکا او اسلامي امارت د وروستی ناستې په تړاو بېلا بېل نظرونه لري

د سیاسي چارو شنونکی صادق شینواری وايي:«د افغانستان اسلامي امارت استخباراتي مسوولینو کتنه په قطر کې د امریکا له ځانګړي استازي او استخباراتو سره،دا د افغانستان راتلونکي امنیتي وضیعت باندې مثبت اغیز لري.  د امریکا دا تصمیم،چې د افغانستان پر خاوره ډورن بریدونه کموي،د دې ښکارندوي کوي،چې اسلامي امارت سره اړیکې مثبت لور ته روانې دي او پر رسمیت پېژندنه کې رول لري.»

د سیاسي چارو شنونکی امیر ګران وايي:«  زما په نظر ترڅو چې د طالبانو هغه اداره،چې ملي او نړیوال مشروعیت نه لري،ترڅو چې اساسي قانون، د ټاکنو له لارې د حکومت ټاکل،د ښځو حقوق، د نجونو زده کړې او فردي ازادیو ته درناوی ونه شي،نړیوال د طالبانو حکومت پر رسمیت نه مني. په افغانستان کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي، نږدې ۲۵ میلونه خلک خوراکي توکو ته لاس رسی نه لري،په ځانګړي ډول ژمي کې طالبانو ته پکار ده،چې د دوحې په هوکړې عمل وکړي.»

که څه هم د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د نسبي ورانو اړیکو رغېدو ته د دواړو لورو له خوا شنه څراغونه روښانه شوي دي،خو د دوحې تړون چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د خبرو اساس ګڼل کېږي، دواړه غاړې یې یو بل پر نقض تورنوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، امریکا دې ورسره تعامل وکړي او پر افغانستان او سیمه دې ثبات ولوروي.

مجاهد زیاته کړه:« که امریکا له دې وروسته د افغانستان او سیمې ثبات غواړي او په نورو هیوادونو ثبات لوروي،خپلې او د نورو هېوادونو ګټې غواړي، نو امریکا دې په اوسني وخت کې  له اوسني نظام سره تعامل ته ورسېږي.»

وبه لیدل شي،چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د اوسنۍ ناستې پایله به څه وي، خو پاکستان هڅه کوي،چې له فرصته ګټه واخلي او امریکا ته بایللی باور بېرته خپل کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist