Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: نړیوالو افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره د مذهبي جګړې رامنځته کېدو هڅې پیل کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/10

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،نړیوالو استخباراتو په ګڼ شمیر عربي هېوادونو کې قومي او مذهبي جګړې رامنځ ته کړي او د دغو هېوادونو ولسونه یې سره په سترو سترو دښمنیو واړول،چې له امله یې اوس هم ناامنه دي.

دوی وايي،افغانستان کې هم د داسې جګړې د رامنځته کیدو هڅې روانې دي او که مخه یې ونه نیول شي،افغانان به د سوریې، لېبیا او عراق ولسونو له برخلیک سره مخ شي.

د سیاسي چارو کارپوه  توریالی ځاځی وايي:« امریکا د ډیموکراسۍ تر نامه لاندې پر هغو اسلامي هېوادونو باندې لکه عراق،سوریه،لېبیا او افغانستان باندې یرغل کړی دی.\

هلته یې بشري جنایتونه رامنځ ته کړي دي. په عراق،سوریه او لېبیا کې مذهبي جنګونه دي،قومي نه دي،خو اوس په افغانستان کې هم قومي او هم مذهبي جنګونو ته لمن وهل کیږي،که مخه یې ونه نیول شي، افغانستان به هم د سوریې،عراق او لېبیا له برخلیک سره مخ شي.»

خو ځینې نور بیا په دې باور دي،چې پر هزاره توکمو د داعش ډلې بریدونه په هغې جګړې کې ریښه لري،چې د دغه قوم مشرانو د ایران په پلوۍ هزاره ځوانان د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) ډلې سره په سوریې او عراق کې جنګول.

دوی وايي،په افغانستان کې قومي او مذهبي جګړې هېڅ ډول مخینه نه لري او د پیل لپاره یې اوسنۍ هڅې هم  پایله نه ورکوي.

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:«دغه عملیات،چې پر دوی داعش کوي،د هغو جګړو پایله ده،چې د هزاره ګانو مشرانو د ایران پر ګټه په عراق او سوریه کې وکړې. اوس په سراحت ویلی شو،چې په افغانستان کې مذهبي جګړه وجود نه لري.»

خو د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار بیا وايي، بریتانیا چې په نړۍ کې د مذهبي او قومي جګړو رامنځ ته کولو طراحه ده،په افغانستان کې هم د داسې جګړو د رامنځ ته کیدو لپاره یې تازه هڅې پيل کړي دي.

حکمتیار د افغانستان پر ټولو قومونو غږ وکړ،چې د نړیوالو استخباراتي کړیو چې موخه یې په خپلو کې د افغانانو جنګول دي، پر وړاندې ودریږي او دغه افغان دښمنه دسیسې ناکامې کړي.

حکمتیار زیاته کړه:« کابو په نیمه نړۍ کې بریتانیا قومي او مذهبي جګړو ته لمن وهلې او شعلې یې بلې کړې دي، د کابل غرب برید مسوولیت داعش پر غاړه اخلي،خو بیا هم ځینې دا نسل وژنه ګڼي،خپلو هزاره،تاجکو او ازبیکو وروڼو ته وايو،چې د اسلام د دښمنانو فریب ونه خورئ، نژادي او قومي جنګونه د افغانستان پر ګټه نه دي او ملاتړ یې مه کوئ.»

شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کابل په غرب کې پر یوه روزنیز مرکز برید وشو او لسګونه تنه زده کوونکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته،چې څارونکي دغه ډول بریدونه د استخباراتي کړیو له لوري مذهبي جګړو ته لمن وهل یادوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist