د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،نړیوالو استخباراتو په ګڼ شمیر عربي هېوادونو کې قومي او مذهبي جګړې رامنځ ته کړي او د دغو هېوادونو ولسونه یې سره په سترو سترو دښمنیو واړول،چې له امله یې اوس هم ناامنه دي.
دوی وايي،افغانستان کې هم د داسې جګړې د رامنځته کیدو هڅې روانې دي او که مخه یې ونه نیول شي،افغانان به د سوریې، لېبیا او عراق ولسونو له برخلیک سره مخ شي.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« امریکا د ډیموکراسۍ تر نامه لاندې پر هغو اسلامي هېوادونو باندې لکه عراق،سوریه،لېبیا او افغانستان باندې یرغل کړی دی.\
هلته یې بشري جنایتونه رامنځ ته کړي دي. په عراق،سوریه او لېبیا کې مذهبي جنګونه دي،قومي نه دي،خو اوس په افغانستان کې هم قومي او هم مذهبي جنګونو ته لمن وهل کیږي،که مخه یې ونه نیول شي، افغانستان به هم د سوریې،عراق او لېبیا له برخلیک سره مخ شي.»
خو ځینې نور بیا په دې باور دي،چې پر هزاره توکمو د داعش ډلې بریدونه په هغې جګړې کې ریښه لري،چې د دغه قوم مشرانو د ایران په پلوۍ هزاره ځوانان د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) ډلې سره په سوریې او عراق کې جنګول.
دوی وايي،په افغانستان کې قومي او مذهبي جګړې هېڅ ډول مخینه نه لري او د پیل لپاره یې اوسنۍ هڅې هم پایله نه ورکوي.
د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:«دغه عملیات،چې پر دوی داعش کوي،د هغو جګړو پایله ده،چې د هزاره ګانو مشرانو د ایران پر ګټه په عراق او سوریه کې وکړې. اوس په سراحت ویلی شو،چې په افغانستان کې مذهبي جګړه وجود نه لري.»
حکمتیار زیاته کړه:« کابو په نیمه نړۍ کې بریتانیا قومي او مذهبي جګړو ته لمن وهلې او شعلې یې بلې کړې دي، د کابل غرب برید مسوولیت داعش پر غاړه اخلي،خو بیا هم ځینې دا نسل وژنه ګڼي،خپلو هزاره،تاجکو او ازبیکو وروڼو ته وايو،چې د اسلام د دښمنانو فریب ونه خورئ، نژادي او قومي جنګونه د افغانستان پر ګټه نه دي او ملاتړ یې مه کوئ.»
شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کابل په غرب کې پر یوه روزنیز مرکز برید وشو او لسګونه تنه زده کوونکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته،چې څارونکي دغه ډول بریدونه د استخباراتي کړیو له لوري مذهبي جګړو ته لمن وهل یادوي.