Skip to content
د پکتیا ولایت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو ریاست مشر صابرګل مصلح وایي،سره له دې چې په دغه ولایت کې له ۳ زرو ډېرې بې ځایه شوې کورنۍ شته دي،خو مرستندویه بنسټونه ورسره اړینې مرستې نه کوي.
مصلح وايي، دغه کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي او پر وینا یې اوس غواړي،چې بېرته خپلو مېنو ته ستنې شي.
مصلح زیاته کړه:« موږ په دې اړه له موسسو سره خبرې کړي،چې یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ غواړي، بېرته خپلو مېنو ته ستنې شي، په دې اړه مو په کراتو له موسسو سره خبرې کړي دي، خو د زون پر سطحه دې ولایت ته چا نه دي کتلي. مرستې شوي، خو څومره، چې اړتیا ده، نه دي شوي.»
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې له شااوخو ۲۹۰ هغو کورنیو سره نقدي مرسته وکړه،چې په خپله خوښه بېرته خپلو سیمو ته ستنیږي.
د ویسټا موسسې استازی مطیع الله وايي:« له ۲۵۸ کورنیو سره، له هرې کورنۍ سره د ۷۰۰ امریکايي ډالرو مرسته کوو، همدارنګه ۳۲ نورې هغه کورنۍ دي،چې د یو.این.ایچ.سي.ار په مالي ملاتړ او د ویسټا موسسې په تخنیکي همکارۍ نن دوی خپلو سیمو ته استول کېږي.»
بې ځایه شوې کورنۍ خوشاله دي،چې له کلونو وروسته خپلو مېنو ته ستنیږي، خو وایي، اړوند سیمو کې یې د جګړو له امله کورونه ویجاړ شوي او دغه مرسته ورته بسنه نه کوي.
یو تن بېرته راستنېدونکی وايي:« هلته مو کورونه وېجاړ دي. دوی ( ویسټا) موسسه وايي، چې ۲۰۰ امریکايي ډالر اوس راکوي او ۷۰۰ امریکايي ډالرو بیا وروسته راکوي. خو پر دې زموږ ستونزې نه حل کېږي، راروان ژمی ډېر سخت دی.»
دغه بېرته ستنېدونکې کورنۍ وایي، د ژمي په درشل کې خپلو ورانو مېنو ته ستنیږي،چې ژمی به یې سخت وي او اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونه دې ورسره بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.