Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا کډوالو ریاست: مرستندویه بنسټونه له بې ځایه شویو سره اړینې مرستې نه کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/03

د پکتیا ولایت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو ریاست مشر صابرګل مصلح وایي،سره له دې چې په دغه ولایت کې له ۳ زرو ډېرې بې ځایه شوې کورنۍ شته دي،خو مرستندویه بنسټونه  ورسره اړینې مرستې نه کوي.

مصلح وايي، دغه کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي او پر وینا یې اوس غواړي،چې بېرته خپلو مېنو ته ستنې شي.

مصلح زیاته کړه:« موږ په دې اړه له موسسو سره خبرې کړي،چې یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ غواړي، بېرته خپلو مېنو ته ستنې شي، په دې اړه مو په کراتو له موسسو سره خبرې کړي دي، خو د زون پر سطحه دې ولایت ته چا نه دي کتلي. مرستې شوي، خو څومره، چې اړتیا ده، نه دي شوي.» 

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې له شااوخو ۲۹۰ هغو کورنیو سره نقدي مرسته وکړه،چې په خپله خوښه بېرته خپلو سیمو ته ستنیږي.

د ویسټا موسسې استازی مطیع الله وايي:« له ۲۵۸ کورنیو سره، له هرې کورنۍ سره د ۷۰۰ امریکايي ډالرو مرسته کوو، همدارنګه ۳۲ نورې هغه کورنۍ دي،چې د یو.این.ایچ.سي.ار په مالي ملاتړ  او د ویسټا موسسې په تخنیکي همکارۍ نن دوی خپلو سیمو ته استول کېږي.»   

بې ځایه شوې کورنۍ خوشاله دي،چې له کلونو وروسته خپلو مېنو ته ستنیږي، خو وایي، اړوند سیمو کې یې د جګړو له امله کورونه ویجاړ شوي او دغه مرسته ورته بسنه نه کوي.

یو تن بېرته راستنېدونکی وايي:« هلته مو کورونه وېجاړ دي. دوی ( ویسټا) موسسه وايي، چې ۲۰۰ امریکايي ډالر اوس راکوي او ۷۰۰ امریکايي ډالرو بیا وروسته راکوي. خو پر دې زموږ ستونزې نه حل کېږي، راروان ژمی ډېر سخت دی.»

دغه بېرته ستنېدونکې کورنۍ وایي، د ژمي په درشل کې خپلو ورانو مېنو ته ستنیږي،چې ژمی به یې سخت وي او اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونه دې ورسره بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist