ځینې نور بیا وايي، په دا ډول بريدونو سره بهرنۍ استخباراتي ډلې غواړي،چې په هېواد کې د شته اقوامو ترمنځ نفاق جوړ او د ښوونيز بهير د ودې مخنيوی وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی شير حسن حسن وايي:« دا برید د بهرنیو افغان دوښمنه او انسان دوښمنه کړیو لخوا پلان شوی او کرایه شوی عمل دی.دا دوه هدفه څاري، یو دا چې د ځوان نسل د زده کړو او تربیې مخه ونیسي او دویم دا چې په افغانستان کې د قومونو او مذهبي باورونو ترمنځ نفاق رامنځته کړي.»
اخوا بیا له بريد يو ورځ وروسته د کاج ښونيز مرکز مخې ته يو شمير ښځو لاريون هم وکړ.
دغه شعار په ټولنیزو رسنیو کې هم د هزاره توکمو فعالانو له خوا د هشتګ په توګه کارول کيږي.
د اسلامي امارات غړی جنرال مبین بیا دغو انديښنو ته په ځواب کې وايي، په هېواد کې د ټولو اقوامو حقوق خوندي دي او دغه ډول څرګندونې پارونکي او د یووالي پر زیان دي.
پر کاج ښوونيز مرکز د وړمې ورځې بريد مسوولیت تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی،خو د اسلامي امارات مسوولينو ډاډ ورکړی،چې د يادې پیښې عاملين نيسي او د قانون منګولو ته به يې وسپاري.