Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو سرچینه افغاني نه ده 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/02

د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز د جمعې ورځې ځانمرګي برید،چې په کې شااوخوا ۱۰۰ زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته،پر کور دننه او بهر غندل شوی دی.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو تر شاه د بهرنيو استخباراتو لاس دی.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګر وايي:« دا د افغانستان د خلکو دوښمنانو شوم پلان دی، چې غواړي د ترورېستي ډلو په وسیله خپل اهداف ترلاسه کړي.»

ځینې نور بیا وايي، په دا ډول بريدونو سره بهرنۍ استخباراتي ډلې غواړي،چې په هېواد کې د شته اقوامو ترمنځ نفاق جوړ او د ښوونيز بهير د ودې مخنيوی وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی  شير حسن حسن وايي:« دا برید د  بهرنیو افغان دوښمنه او انسان دوښمنه کړیو لخوا پلان شوی او کرایه شوی عمل دی.دا دوه هدفه څاري، یو دا چې د ځوان نسل د زده کړو او تربیې مخه ونیسي او دویم دا چې په افغانستان کې د قومونو او مذهبي باورونو ترمنځ نفاق رامنځته کړي.»

اخوا بیا له بريد يو ورځ وروسته د کاج ښونيز مرکز مخې ته يو شمير ښځو لاريون هم وکړ.

دغو لاریون کوونکې،چې ځانګړي شعارونه یې لیږدول،غوښتنه یې لرله،چې د هزاره قوم وژنه دې بنده شي.

دغه شعار په ټولنیزو رسنیو کې هم د هزاره‌ توکمو فعالانو له خوا د هشتګ په توګه کارول کيږي.

د اسلامي امارات غړی جنرال مبین بیا دغو انديښنو ته په ځواب کې وايي، په هېواد کې د ټولو اقوامو حقوق خوندي دي او دغه ډول څرګندونې پارونکي او د یووالي پر زیان دي.

پر کاج ښوونيز مرکز د وړمې ورځې بريد مسوولیت  تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی،خو د اسلامي امارات مسوولينو ډاډ ورکړی،چې د يادې پیښې عاملين نيسي او د قانون منګولو ته به يې وسپاري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist