Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/10/28

افغان اېواک بنسټ چې امریکا ته د افغانانو د لېږد په برخه کې د ملاتړي بنسټ په توګه کار کوي، تازه یې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، متحده ایالتونه یو شمېر هغه افغانان چې په جرمي قضیو کې د ښکېلتیا له امله بندیان دي، له دې هېواد څخه شړي.

په اعلامیه کې راغلي، د متحده ایالتونو د کډوالۍ او ګمرکونو د قوانینو پلي کولو ادارې(آی‌اي‌سي) له لوري د دغو کډوالو د اخراج په اړه خبر ورکړل شوی؛ خو د شمېر او ځای په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

افغان اېواک بنسټ د خپلو سرچینو په حواله ویلي، ډېر احتمال شته چې دغه افغان کډوال پاکستان ته ولېږدول شي.

د افغان اېواک بنسټ په اعلامیه کې راغلي: « د افغان متحدینو د ایستلو لپاره د یوې الوتنې چمتووالی روان دی، په توقیف کې یادو متحدینو ته ویل کېږي چې ښايي پاکستان یا افغانستان ته ولیږدول شي، له ۱۳ زرو ډېر افغان متحدین د خپلو قضیو د پایلو په تمه دي.»

اېواک بنسټ د دې افغانانو د ملاتړ لپاره له یو شمېر حقوقي مدافعو بنسټونو غوښتي چې  د امریکا د کډوالۍ او کمرګونو د قوانینو پلي کوونکې ادارې پر وړاندې د دې بنسټ ملاتړ وکړي چې د همدې موخې لپاره یې د اکټوبر په یوولسمه یو اعتراض لیک هم کانګرېس ته وړاندې کړی دی.  

افغان اېواک بنسټ په دې اړه ویلي: « موږ هغه وکیلانو ته اړتیا لرو چې د افغانانو قضیې ومني، هغو کورنیو ته اړتیا  لرو  چې د خپلو زندانیانو په اړه موږ سره معلومات شریک کړي، هغو مدافعینو ته اړتیا لرو چې پر کانګرېس فشار راوړي، ترڅو د دوی غوښتنلیکونه ومني. همدارنګه پخوانیو امریکايي سرتېرو ته اړتیا لرو، ترڅو د د هغو افغانانو ترڅنګ ودرېږي چې له دوی سره ېې همکاري کړې وه. ټاکل شوې موږ د نومبر په یوولسمه تر کانګریس پورې اعتراضي لاریون هم وکړو.»

بله خوا د کډوالو چارو یو شمېر فعالان وايي، په داسې حال کې چې پاکستان په خپله د افغان کډوالو سره د کډوالو نړیوالې ادارې د مقرراتو خلاف عمل کوي، د امریکا له خوا د افغان کډوالو پاکستان ته ستنول د یادې ادارې د مقرراتو ضد اقدام بولي او زیاتوي چې امریکا پر تعهدي اخلاقو خپلو داخلي ګټو ته ترجېح ورکوي.

د کډوالو چارو فعالان د افغان کډوالو په برخه کې د متحده ایالتونو وروستي اقدامات نه یوازې د کډوالۍ نړیوالو اصولو سره په ټکر کې ګڼي بلکې دا ډول پرېکړې د سیاسي اهدافو برخه بولي او وايي، پاکستان ته ستنول یې په خپله د دې پرېکړې موخې څرګندولی شي.

د کډوالو چارو فعال، عبدالرازق عدیل وايي: « د امریکا متحده ایالتونو په دې اقدام کې خپل داخلي او سیاسي لومړیتوبونه په پام کې نیولي او اخلاقي ژمنې یې له پامه غورځولې دي.»

امریکا له دې وړاندې د روان زېږدیز کال د اګسټ په ۳۰ مه نېټه د یو شمېر نورو هېوادونو د اتباعو ترڅنګ، ۱۲ تنه افغانان هم په جرمي قضیو کې د ښکېلتیا په تور د افریقا مرکزي جمهوریت ته اخراج کړل او دغه راز یې امریکا ته په قطر کې د منتظرو افغانانو دلېږد په اړه پرېکړه ځنډولې او خبرداری یې ورکړی چې دغه افغانان به دریېم هېواد ته واستوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026
له شاه اوعروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو لېږدولو پروژې تړون لاسلیک شو
افغانستان

له شاه اوعروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو لېږدولو پروژې تړون لاسلیک شو

اکتوبر 27, 2026
د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی
افغانستان

د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

اکتوبر 22, 2026
د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد
افغانستان

د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اکتوبر 14, 2026

وروستي خبرونه

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026
له شاه اوعروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو لېږدولو پروژې تړون لاسلیک شو

له شاه اوعروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو لېږدولو پروژې تړون لاسلیک شو

اکتوبر 27, 2026
د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

اکتوبر 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist