خیبرپښتونخوا او پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند(پيټيآی) سوله ییز لاریونونه اوس په یوه داسې سیاسي کړکېچ بدل شوي چې د پاکستان پوځي واکمنان یې اړ کړل ترڅو د اپوزیسیون پر وړاندې د تشدد پالیسي نوره هم سخته او هغوی له خپلو موجوده حکومتي واکونو بې واکه کړي.
د پيټيآی ګوند غړي وايي، د پاکستان پوځي حکومت د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر، سهیل افریدي په ګډون د دې ګوند یو شمېر مخکښ غړي نیولي دي.
د دې ګوند غړي خبرداری ورکوي چې اوږد مهاله لاریونونه(لانګ مارچ) به یې نه یوازې کم نه شي بلکې تر هغو به دوام وکړي ترڅو د دې ګوند بنسټګر عمران خان او نور مطرح پلویان یې له زندانونو خوشي نه شي.
د تحریک انصاف ګوند غړی او د پاکستان په ملي اسامبلۍ کې استازی، شاهد خټک وايي: « اعلی وزیر سهیل افریدی یې نیولی، د جنید اکبر په ګډون یو شمېر نور ملګري هم نیول شوي دي. د جنوبي سیمو خلک دې د کرک په ګډون لویې لارې وتړي او د لاریونونو په لور دې حرکت وکړي.»
د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځي حکومت له لوري په خیبرپښتونخوا کې د سهیل افریدي او جنید اکبر په ګډون د تحریک انصاف ګوند د یو شمېر نورو پلویانو تر نیولو وروسته د لاریونونو کاروانونه نور هم زیات شوي او له اسلام باد وروسته په پېښور کې هم د لاریونونو د مخنیوي لپاره په لویو لارو او سړکونو کانټينرونه ځای پر ځای شوي دي.
لاریون کوونکي وايي، د مخنیوي هېڅ ډول ګواښ ته نه تسلېمږي او هڅه به وکړي چې خپل احتجاجونه د موخو تر ترلاسه کولو پورې جاري وساتي.
یو تن لاریون کوونکی وايي: « موږ به د خپلو وینو تر وروستیو څاڅکو پورې لاریونونو ته دوام ورکړو، ترڅو چې عمران خان له بندخونې نه وي خوشي شوی، د مردان اوسنی وضعیت دغه ډول دی چې پولیسو زموږ ډېری لاریونوال نیولي، وهلي، ډزې یې پرې کړې او ټپیان کړي یې دي. هرې خوا ته پولیسو پر لاریونوالو وضعیت سخت کړی او سوله ییزو لاریونونو ته یې نه پرېږدي، خو له دې سره بیا به هم موږ یو قدم شاته نه شو او خپل سوله ییز لاریونونه به دوامدار وساتو.»
پر سوله ییزو لاریونونو له سختو محدودیتونو سربېره، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د لومړي وزیر شهباز شریف په مشوره په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان کړی او هم یې هلته د واکمنو چارواکو صلاحیتونه لغوه کړي دي.
د دې پرېکړې له مخې به د دې سیمې د اسمبلۍ واکونه پارلمان یا د هغه له خوا ټاکل شوې اداره کاروي او اعلیٰ وزیر، ایالتي وزیران، سلاکاران او ځانګړي مرستیالان به خپلې دندې پرېږدي.
پخواني امریکايي ډېپلومات، زلمي خلیلزاد په دې اړه غبرګون کې ویلي چې د پاکستاني چارواکو له لوري په خیبرپښتونخوا کې د بېړني وضعیت اعلانول او هلته د ایالتي چارواکو له دندو لرې کېدو پرېکړه به اسلام اباد ته د بې ثباتۍ او تاوتریخوالي وضعیت نور هم کړکېچن او ژور کړي.
خلیلزاد زیاته کړې: « د پاکستان لپاره د بې ثباتۍ او تاوتریخوالي یو بل احتمالي لامل د خیبر پښتونخوا د منتخب ایالتي حکومت ځنډول او په دې ایالت کې د فډرالي بېړني حالت حاکمول دي چې د پاکستان کړکېچونه به نور هم ژور کړي.»
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډګانې ښيي چې ډېر ژر به د لاریونونو څپې تر اسلام اباد هم ورورسېږي چې له امله یې هلته د لومړي وزیر، شهباز شریف کور مخې ته د خوندیتوب لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.