Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خالد حنفي: نړیوال پر اسلامي امارت د عقدې له مخې تورونه لګوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/26

د افغانستان امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي پکتیکا ته د سفر پر مهال وویل، نړیوال پر اسلامي امارت د شخصي عقدې له مخې بې بنسټه تورونه لګوي. 

حنفي وایي، د نړیوالو هېڅ هېواد هم حاضر نه دی،چې د نشه یي توکو د مخنیوي په څیر د اسلامي امارت د ګڼو مثبتو کړنو ستاینه او هرکلی وکړي. 

حنفي  زیاته کړې:« د نشه یي توکو کرل،اخېستل او خرڅول حرام دي، استفاده ترې حرامه ده،نو چې کله افغانستان کې دغه کچه صفر شوه،نو تر اوسه پورې کوم هېواد د  اسلامي امارت د دغه کار ستاینه کړې،هېچا هم نه ده کړې.» 

حنفي وایي، امر بالمعروف ته صلاحیت ورکړل شوی،ترڅو د اسلامي امارت هغه غړي محکمې ته ور وپیژني،چې د خلکو د مالونو په خوړلو او له دندې په ناوړه ګټه اخېستنې تورن شوي وي. 

حنفي زیاته کړه:« که ظلم او زیاتی کیږي،د مجاهد په لباس کې امر بالمعروف باندې دا فرض ده،چې د هغې په اړه څېړنه وکړي،چې کومې ادارې پورې اړوند دی،د ادارې دنده ده،چې همکاري وکړي او که چېرته هر څه ثبوت شول،باید تورن کسان محاکمو ته  وسپارل شي.» 

د پکتیکا والي عبدالله مختار مسوولینو ته لارښوونه وکړه،چې د امر بالمعروف له اړوند کسانو سره دې هر راز همکاري وکړي. 

مختار زیاتوي:«که په هر ډګر کې یې له تاسو همکاري وغوښتله،مسوولینو وروڼو تاسو ته جدي سپارښننه کیږي،چې همکاري به ورسره کوئ، نه یوازې دا چې اطاعت به یې کوئ، بلکې همکاري به ورسره کوئ.» 

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست  وزیر وايي، اسلامي امارت ښځو ته د میراث حق ورکړی، د کم عمره نجونو د ودولو او بدو کې د نجونو له ورکولو یې مخنیوی کړی دی، خو یو شمیر نړیوالو حقوقي بنسټونه پرې هسې پر ښځو د محدودیتونو لګولو تورونه پورې کوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي
اقتصاد

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې
اقتصاد

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist