دوی وایي، له بهرنیو هېوادونو څخه په ټیټه بیه د څپلیو واردات او د خامو موادو پر واردولو د لوړو ګمرکي تعرفو لګېدل، د څپلیو برخه کې د کورني صنعت پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
دوی وايي، له بهر څخه واردېدونکي څپلۍ په ټیټه بیه بازار ته وړاندې کېږي چې له کبله یې د داخلي تولیداتو پلور کم شوی.
د څپلیو تولیدونکی، محمد شفېع وايي: « داسې وخت وو چې موږ په دې خپله تولیدي کارخونه کې ۲۵ تنه کارکوونکي لرل، خو اوس یوازې څلور تنه کارکوو. علت دا دی چې خام مواد له بهر څخه راوړو، ګران تمامېږي او نه شو کولی له وارداتي توکو سره سیالي وکړو.»
د څپلیو تولیدونکی، شیر اغا وايي: « کاروبارونه کمزوري شوي او ورسره مو اقتصاد هم خراب شوی. دلته چې کوم بهرني بوټان او څپلۍ راوړل کېږي، په ډېر ټیټ محصول راځي، خو زموږ په خامو موادو زیات ګمرکي محصول اخستل کېږي.»
د څپلیو د تولید په دې برخه کې یو شمېر کسان په کار بوخت دي او د کورنیو تولیداتو د اړتیاوو پوره کولو لپاره هڅې کوي.
دوی اندېښمن دي چې که د څپلیو صنعت برخه کې شته ستونزي حل نه شي، خپله دنده به له لاسه ورکړي.
کارګر امام الدین زماني وايي: « له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې په لومړي سر کې د خامو موادو د تولید پیل وکړي، ترڅو موږ پر ځان بسیا شو. ورپسې پر هغو خامو مواد مالیه کمه کړي چې اوس مهال راځي او موږ ترې کار اخلو.»
کارګر جعفر براتي وايي: « ایران کې بهرني بوټان ګران دي، خو دلته زموږ هېواد کې کورني تولید شوي بوټان قېمته دي. دلیل دا دی چې پر وارداتي بوټانو محصول کم، خو پر خامو موادو محصول زیات اخستل کېږي.»
هرات کې د څپلیو صنعتي صنف مسوولان وایي، په دې ولایت کې۳۵۰ د څپلیو تولیدي کارګاوې او ۱۵ صنعتي کارخونې فعالیت لري.
د دوی په خبره، که د بهرنیو وارداتو مخه ونیول شي، دوی کولی شي د څپلیو برخه کې د هېواد ټوله اړتیا په کور دننه پوره کړي.
هرات کې د څپلیو تولیدي صنف رییس، عبدالوهاب امیني وايي: « که د بهرنیو بوټانو او څپلیو د وارداتو مخه ونیول شي، مالیه او ګمرکي محصول پرې لوړ شي، موږ کولی شو د افغانستان بوټان تأمین کړو او زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړو. په دې سره به هم د دولت د اوږو بار سپک شي او هم به خلکو ته عاید پیدا شي.»
دا په داسي حال کې ده چې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، ټول هېواد کې نږدې زر د څپلیو کارګاوې او ۱۰۰ صنعتي کارخونې فعالیت لري چې کولی شي په کور دننه د څپلیو اړتیا پوره کړي.