Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/30

د خوست لکڼو اړوند کمر سر سیمه کې د ملي یووالي په موخه دغو جوړو شویو سیالیو کې چې د جمعې په مازیګر پای ته ورسېدې، د خوست له بېلابېلو سیمو۳۰ لوبډلو ګډون کړی و.

د سیالیو تنظیموونکي وایي، له یادو لوبو یې د ځوانانو سالم مصروفیت او په لرو پرتو سیمو کې د کرکټ د تکړه لوبغاړو موندل له مهمو موخو څخه وو.

د خوست اطلاعاتو او کولتور رییس، محمد صابر صابري وايي: « زده کړې وکړئ، له ځانه ښه ډاکټران او انجینران جوړ کړئ، ښه ژورنالېستان او ښوونکي شئ. زه له تاسو غواړم چې له نشه يي توکو ځان وساتئ او په دې تړاو کلکه مبارزه وکړئ.»

د سیالیو جوړونکی، شریف خان پښتونیار وايي: « زموږ موخه دا وه چې ځوانانو ته ذهني تفرېح جوړه شي او ځوانان د نشه يي توکو له کارولو څخه را وګرځي.»

لوبغاړي او سیمه ییز اوسېدونکي وایي، د ورته سیالیو دوام کولی شي د ځوانانو د ورزشي وړتیاوو په لوړولو کې مرسته وکړي.

دوی له اړوندو ادارو غواړي چې په لرو پرتو سیمو کې د استعدادونو موندنې ته لا ډېره پاملرنه وکړي، ترڅو تکړه لوبغاړي د پرمختګ لپاره سترو سیالیو ته لار پیدا کړي.

لوبغاړي عرفات عادل وايي: « دا ډول سیالۍ د ځوانانو لپاره ډېر ښه فرصت دی، دلته ډېر ښه لوبغاړي موندل کېږي، ولایتي ټیمونه او کرېکټ بورډ باید پاملرنه ورته وکړي.»

د لکڼو اوسېدونکی، قدیر الله لکڼوال وايي: « دلته له هرځای څخه ښه لوبغاړي او استعدادونه راغلي، له دوی ښه زده کړه کېدای شي.»

خوست کې د سیمه ییزو کرېکټ سیالیو د زیاتېدو ترڅنګ، په وروستیو کلونو کې یو شمېر دا ډول سیالیو سوداګریزه بڼه هم غوره کړې ده چې د همدې لوبې د غوړېدا ترڅنګ یې د لوبغاړو او د لوبو د نورو اړوندو کسانو لپاره د عاید زمینه رامنځته کړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

سپتمبر 1, 2026
ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

سپتمبر 1, 2026
سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سپتمبر 1, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
د کانګرېس غړي: له افغانستانه د ځواکونو ایستل د امریکا په تاریخ کې شرموونکې پېښه وه

د امریکا پوځي حضور پای ته رسېدو پنمځه کالیزه؛ اسلامي امارت یې بريمنه ورځ ګڼي

سپتمبر 1, 2026
د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

اگست 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist