Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د دوو قومونو تر منځ دوه کلنه دښمني پای ته ورسېده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/18

په کابل  ولایت کې  د دوو قومونو محمدخېلو او مموزیو ترمنځ،چې د يوې دولتي پروژې پر سر يې د دښمنۍ له کبله له  دواړو لوریو ۱۵ کسان مړه او ۱۵ نور ټپيان وو، دښمني یې پای ته ورسېده.

 د دغو دوو قومونو تر منځ پخلاینه د اسلامي امارات مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب تر سره شوه. 

د دواړو قومونو د پخلاینې په اړه جوړې شوې ناسته کې د جرګې مشر محمد سالم نعيم زوی وویل:« شااوخو پنځه میاشتې وخت یې ونیوه، نن الحمد الله، تاسې د دې شاهدان یاست،چې پایله یې ورکړه او د دوو قومونو دښمني په دوستۍ بدله شوه. پرېکړه کې هرڅه لیکل شوي دي. که څوک له دې پرېکړې سرغړونه وکړي، هغه به خپله اسلامي امارت ته هم مسوول وي او خپله هغه قومي جزاء مو په پرېکړه کې لیکلې ده. » 

  د جرګې غړی دوست محمد بیا واي:«  الحمدالله کومې جرګې چې قومونو په دې اړه کړي دي،هغو ټولو پایله ورکړې او بیا په کې ستونزه نه ده رامنځته شوې. » 

د محمد خېلو او مموزیو قومونو مشران وايي،خوښ دي،چې د اسلامي امارت مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړيتوب يې ياده دښمني پای ته ورسېده. 

د مموزیو سرتاسري شورا مشر عالم خان مموزی وايي:« ډېر زیات خوښ یو. موږ پرون هم داسې ناسته د محمد خېلو له قوم سره درلوده. هلته مو همداشان د ډوډۍ پروګرام جوړ کړی  وه او ناستې وې. له هغې ورځې تر اوسه پورې زه ډېر خوښ یم. واقعا بدي ښه شی نه دی. بدي خراب کار دی. زه ډاډورکوم،چې له نن وروسته به هېڅ داسې پېښې نه کېږي. زموږ په زړه کې به هېڅ شی نه وي. هغه پخوانۍ وروري به وي. تګ راتګ به مو ورسره وي.» 

د محمد خېلو د قومي شورا مشر حاجي عبدالمتين  بیا وايي:« انشاء الله ۱۰۰ سلنه به داسې ناخوالې نه راځي،ځکه د ناخوالو ځینې ټکي زموږ له ځوانانو شوي ول. اوس موږ هره اوونۍ دواړه قومونه له خپلو مشرانو او ځوانانو سره کېنو او دغه ځینې مسایل ژر ترژره هواروو. که هرڅومره کمه ستونزه هم رامنځته شي، د علماوو، سپین ګیرو  او قومونو په برکت یې موږ غواړو، چې دا ستونزه حل کړو. » 

د اسلامي امارت مسوولینو بيا پر قومي مشرانو غږ وکړ، چې هېواد کې د نورو قومونو تر منځ د دښمنۍ او ستونزو پر وخت هم منځګړیتوب وکړي. 

د ختيځ زون د نظامي محکمې مشر محمدګل وهاج وايي:« یوازې پر دې باید اکتفاء ونه کړو،چې د مموزیو او محمد خېلو  قومونو ترمنځ سوله وشوه. راځئ قومي مشرانواو درنو جهادي مشرانو، چې قدم وړاندې واخلو. تاسې حرکت وکړئ، د قومونو او زموږ او تاسو د افغانانو د دود او کولتور او عنعنې مطابق   د دې نورو په منځ کې هم سولې وکړئ. د افغانستان اسلامي امارت مو ترڅنګ دی.»

د قومي مشرانو او اسلامي امارت مسوولینو له لوري د دواړو قومونو لپاره پرېکړه شوې،که هر لوري له ټاکلې پرېکړې سرغړونه وکړه، نو د سرغړونې پر وخت به ۵۰ زره امریکايي ډالر جریمه او محاکمو ته وړاندې کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist