Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

وال سټرېټ ژورنال د یو شمیر پخواني افغان چارواکو او  سیاسیونو شتمنیو په  اړه راپور خپور کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/15

وال سټرېټ ژورنال امریکې نشریې په خپل تازه راپور کې، د هغو لوړ پوړو پخواني افغان چارواکو او سیاسیونو شتمنیو په اړه خپل راپور کې یادونه کړې،چې د جمهوریت له پرځېدو سره سم یې هېواد پرېښود او اوس یې په اروپا، امریکامتحده ایالت او عربي هېوادونو کې ګرانبیه ځایونو کې کورونه اخیستي او خپلو کورنیو سره اوسي.

د راپور یوه برخه :« د جمهوریت دورې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب چې د بریټانیا او مېرمنې یې د امریکا متحده ایالتو تابیعت درلود، د جمهوریت  سقوط سره سم له خپلې کورنۍ سره په شرینګي لا هوټل کې میشت شو، چې لګښت یې د متحده عرب اماراتو دولت ورکاوه، خو اوس د امریکا متحده ایالتو په فلوریدا ایالت کې د سمندر پر غاړه یو ګرانبیه مجلل کور کې اوسېږي.» 

د تیر حکومت د مالیې وزیر اکلیل حکیمي،چې د نظام له سقوط شااوخوا دوه کاله وړاندې یې استعفاء ورکړې وه، په اړه یې وال سټریت ژورنال په خپل راپور کې داسې لیکلي.

د  راپور یوه برخه:« د مالیې پخوانی وزیر اکلیل حکیمي له افغانستانه د وتلو مخکې او وروسته د امریکا متحده ایالتو په کلفورنیا ایالت کې ۱۰ بابه کورونه اخېستي دي،چې یو کور یې په قیمتي ځای کې دی، چې ارزښت یې نږدې ۲.۵ میلیونه ډالره دی.» 

د تیرحکومت د مالیې یو بل پخوانی وزیر خالد پاینده،چې په ځينو نړیوالو رسنیو کې یې د اقتصادي وضیعت په اړه داسې راپورونه خپاره شول،چې ګواکې اوس ټکسي چلولو ته اړ شوی، د وال سټریټ ژورنال راپور کې یې په تړاو ویل شوي،چې پاینده د امریکامتحده ایالتو په واشنګټن کې دوه کورونه لري، چې یو کور یې په نغدو پیسو اخېستی دی.

د راپور یوه برخه:«د مالیې پخوانی وزیر خالد پاینده،چې مخکې یې امریکامتحده ایالتو کې د موټر چلولو راپورونه ورکړل شوي وو، د امریکا متحده ایالتو په واشنګټن کې یې دوه کورونه اخیستي، چې یو کور یې په یو میلیون نغدو ډالرو رانیولی دی.» 

په دغه راپور کې د اقتصاد پخواني وزیر مصطفی مستور په اړه راغلي، چې دوبۍ کې کور لري،خو اوس د ترکیې په استانبول ښار کې اوسېږي.

د راپور یوه برخه:«د اشرف غني د دورې د اقتصاد وزیر مصطفی مستور بیا د وزیر کېدو پر مهال د دوبۍ په مرینا نومې سیمه کې کور اخیستی دی،خو  د نظم له سقوط څو میاشتې وړاندې ترکيې ته تللی او د استانبول په  ښار کې میشت دی.» 

د بلخ پخوانی والي او د جمیعت ګوند اجرائیه مشر عطاء محمد نور په اړه راپور کې  ویل شوي،چې د متحده عرب اماراتو په یو داسې ځای کې اوسېږي،چې ان دغې سیمې ته عام خلک د داخلیدو اجازه نه لري.

د راپور یوه برخه:« د بلخ پخوانی والي او د جمیعت ګوند اجرائیه مشر عطاء محمد نور له سقوط وروسته د متحده عرب اماراتو په نخل نومې قیمت ترینه ځای کې اوسېږي، چې ان د عامو خلکو ورتلل هلته ستونزمن دي.» 

دغه راز د ولسمشرۍ د پخواني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په اړه راپور کې ویل شوي،چې د ترکیې پلازمېنې انقرې په یوه ګرانبیه سیمه کې کور لري، خو مالومه نه ده،چې دا کور څه وخت اخېستل شوی دی.

خو پر کوردننه د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي، چې جمهوریت د فساد له مله سقوط کړی او دغه راپور نه شي ردېدلی.

له دې وړاندې هم یو د شمیر پخواني سیاسیونو او چارواکو په تړاو د فساد ادعاوې او راپورونه خپاره شوي، خو تراوسه پورې تورنو کسانو د شویو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د جمهوریت له پرځيدو وروسته ادعاوې کېدې،چې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له ځانه سره میلیونه ډالره وړي، خو تیره اوونۍ سیګار په خپل راپور کې یادې ادعاوې رد کړې.

د وال سټریټ ژورنال دغه راپور ته یوازې د مالي پخواني وزیر خالد پاینده ځواب ورکړی او دا راپور یې بې اساسه بللی،خو نورو سیاسیونو یې په اړه څه نه دي ویلي.  

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist