Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عبدالله: چمتو یم د افغانستان ثبات لپاره کار وکړم 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/12

د مخکېني دولت د  ملي ‌روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله چې له کوچني اختر دوه ورځې وړاندې هند ته تللی وو، له ۴۳ ورځني سفر وروسته  د شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال دغبرګولې پر ۲۱ مه» بېرته هیېواد ته راستون شو .

عبدالله وايي،هوډ لري چې په خپل هېواد کې له خپلو خلکو سره ژوند وکړي او هڅه کوي،چې د هېواد د ثبات لپاره کار وکړي،خو د دې هېله نه لري،چې دولتي دنده واخلي،ځکه په تیرو شلو کلونو کې یې زیات فرصتونه درلودل .

عبدالله وايي، د متحد افغانستان هېله لري او هېڅ کله به داسې کوم اقدام ونه کړي، چې د هېواد د تضعیف لامل شي. 

عبدالله زیاته کړه:« په هېواد کې د خپلو خلکو منځ کې اوسیږو او د هېواد د ثبات لپاره که زما نه کوم کار اخېستل کیږي، ترسره به یې کړم او هیڅ کله د دې هېله او ارزو  نه لرم،چې زه دې حکومتي دنده ولرم. په تیر کې مو فرصتونه درلودل،دا مو هېواد دی او زموږ هېواد انشاء الله،چې اباد شي،د خپل هیواد دضعف او ستونزو لپاره ارزو نه لرم او دا د هیڅ چا په نفع کار نه دی او د یو متحد او پر امنه  افغانستان هیله لرم.» 

عبدالله وايي،په هند کې یې د کورنۍ غړي اوسیږي او د خپلې کورنۍ لېدو ته ورغلی وه،چې اوس بېرته هېواد ته راستون شو او هېله لري،چې ټول افغانان ارامه  ژوند لري. 

هغه زیاته کړه:« د خپلې کورنۍ لېدو ته تللی وم او اوس بېرته افغانستان ته راوګرځیدم. هېله مې داده،چې دافغانستان ټول خلک په ارامۍ  او  د عدالت ترچتر لاندې ژوند ولري. دا هغه څه دي،چې ټول یې د اوسني سرپرست حکومت له چارواکو یې غواړي.» 

 ډاکټرعبدالله عبدالله ، انجنیر ګلبدین حکمتیار او پخوانی ولسمشر حامد کرزی له هغو سیاسیونو دي،چې د جمهوریت له سقوط وروسته هم کابل کې پاتي دي،خو عبدالله عبدالله شااوخوا ۹ میاشتې د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته وتوانید،چې د خپلې کورنۍ لیدو لپاره هند ته ولاړ شي او هلته له ۴۳ ورځو اوسیدو وروسته بېرته کابل ته راستون شو. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي
اقتصاد

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې
اقتصاد

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist