Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تحلیل کوونکي: اتریش کې د افغانستان په اړه  جوړېدونکې ناسته بې اغیزې ده 

د بښنې نړیوال سازمان: نړیواله ټولنه دې د افغان ښځو پر وضعیت چوپه نه پاتې کیږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/25

د افغانستان اسلامي امارت له لورې پر ښځو پرلپسې محدودیتونو نه یوازې پر کوردننه غبرګونونه لرل، بلکې پر نړیوال کچه یې هم د بشر او ښځو حقونو مدافعین اندېښمن کړي دي.

تازه د بښنې نړېوال سازمان ویلي، افغانستان کې له ښځو سره توپیري چلن کیږي او له نړېوالې ټولنې یې غوښتي،چې په دې برخه کې دې له  اسلامي امارته پوښتنه وکړي.

راپور کې ویل شوي، اسلامي امارت د ښځو او نجونو حقونو برخه کې پر خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.

د راپور یوه برخه:« له دې سره سره چې طالبان په پرله پسې ډول ډاډ ورکوي،چې دوی د ښځو او نجونو د حقونو درناوی کوي،خو له هغه راهیسې چې واک ته رسېدلي، له میلیونونه ښځو او نجونو سره په سيټماتیک ډول توپيري چلن کوي. نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره حساب کتاب وکړي.» 

د اسلامي امارت له لورې د ښځو حجاب په اړه له فرمان صادر کولو وروسته  پر ښځینه خبریالانو د ماسک جبري کول،بله هغه پریکړه ده،چې پر نړیواله کچه یې غبرګونونه راپارولي دي.

د بښنې له نړیوال سازمان سربېره، د ملګرو ملتونو بشري حقونو سازمان کې د ښځو حقونو مشرې هیدر بار هم په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې د نړیوالې ټولنې  پر چوپتیا خواشینې ښودلې او پر نړیواله ټولنه یې غږ کړی  دی،چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت په جدي ډول وڅېړي. 

هغې زیاته کړې:« زه باید ووایم،چې د نړیوالې ټولنې ځوابونه په تیرو ۹ میاشتو په خاص ډول په تیرو دوه اونیو کې ډېر خواشینونکي دي. زه فکر کوم،چې ګڼ شمیر بهرني ډیپلوماتان چې د افغانستان وضعیت څاري،نارینه دي او داسې نه ښکاري،چې دوی د ښځو حقونو د وضعیت په اړه دومره اندیښمن وي،څومره چې باید وي.» 

د نجونو او ښځو له حجاب سربېره هېواد کې د منځنیو ښوونځیو او لیسو بند ساتل بله هغه لویه ستونزه ده،چې  د نظر خاوندان یې په اوس کې د افغانستان لپاره لومړیتوب نه یادوي.

دوی غوښتنه کوي،چې  اسلامي امارت دې د روان سیاسي او اقتصاد ناورین څخه پر وتلو تمرکز ډېر کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist