Skip to content
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشره دیبورا لاینز بلخ ولایت ته تللې ده.
یوناما پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دیبورا لاینز په مزار شریف ښار کې د نجونو یو ښوونځی له نږدې لیدلی او هغوی سره یې د روان وضعیت په تړاو خبرې کړي دي.
دغه راز لاینز په مزار شریف ښار کې د ښځو له یو شمیر استازو سره هم لېده کاته کړي دي.
لاینز ویلي، د ملي پخلاینې او کورني مشروعیت لپاره د افغانستان ټولو قشرونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه ورکول ډېر اړین دي.
هغې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت لپاره هم د ښځو ګډون او کار اړین بللی دی.
لاینز، تر دې وړاندې کابل کې هم د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره کتلي وو.
لاینز له اوږدې مودې راهیسې پر دې ټينګار کوي،چې د ښځو او نورو اقلیتونو ګډون په حکومت کې ډېر اړین او د کورني او نړیوال مشروعیت لپاره مناسب شرط دی.