Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: له نړیوالو سره  باید پر بنسټیزو مسایلو بحث او خبرې وشي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/24

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په باور له هېوادونو اونړ یوالې ټولنې سره د افغانستان په داخلي مسایلو بحث او خبرې کول ملي ګټې نه دي،بلکې دا د افغانانو خپل کورني مسایل دي،چې باید پر کور دننه حل شي.

دوی وايي،د افغانو ښځو د حجاب،د نجونو ښوونځیو د تړلو او یو شمیر نورو کورنیو مسایلو،له نړیوالو سره د خبرو په برخه کې د هغو لومړیتوبونو ځای نیول،چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ورسره مخ دی.

دوي وايي ملي ګټې دادي،چې څنګه کیدای شي افغانستان له نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزوا واېستل شي او په دې تړاو نړۍ ته قناعت ورکړل شي.

د سیاسي چارو کارپوه مختار هاتف وايي:«د افغانستان ملي منافع دې تحلیل کې،چې په څه کې دي ایا د افغانستان ملي منافع دادي،چې په افغانستان کې دې نجونو ټیکر داسې واغوندي ماسک دې واغوندي،تور واغوندي سپین واغوندي دا  ملي منافع نه دي. د افغانستان ملي ګټې دادي،چې اسلامي امارت پر نړیواله کچه افغانستان له سیاسي او اقتصادي انزوا نه وباسي،باید له اروپا او امریکا سره ښه تعلق ولري او متوازنه او بې پرې بهرنی سیاست وټاکي.»

ځنې نور بیا په دې باور دي،چې  له نړیوالو سره باید پربنسټیزو مسایلو چې اوس افغانستان ورسره مخ دی، بحث او لومړیتوب ورکړل شي.

دوی وايي،د رسمیت پیژندنې مسله، باالمثله اقتصادي او سیاسي تعامل او همداراز له تورلیست د سپینه ولو موضوع هغه څه دي، چې له نړۍ سره د بحث لپاره باید د افغانستان حکومت ته لومړیتوب ولري.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند  وايي:« کورنۍ کواکي او بې نظي نړیوال دې ته اړ کوي، چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي. موږ ګورو،د  میرمنو په اړه چې څه واقع کیږي،هره ورځ د ښوونځيو بندېدو په تړاو چې څه شوي دي او وروستیو صادر شویو فرمانونو په تړاو بهرنیان اړشوي دي،چې مداخله وکړي،خو زموږ اساسي مسایل له نړیوالو سره د اقتصاد موضوع ده،له نړیوالو سره باالمثله او سیال تعامل دی،دبندیزونو له لرې کیدو په مسله او همداراز د تورلیست د لرې کیدو مسله ده.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي بیا وايي افغانستان تازه له جګړې راوتلی دی او اړتیا ده،چې له نړۍ سره سیاسي اړیکې ټینګې کړي او د دې لپاره اړینه ده،چې اوسنی نظام د ښځو د حجاب او زده کړو په برخه کې ځینې شوې پریکړې بېرته واخلي او پر تازه پریکړو له سره غور وکړي.

هغه زیاته کړه:« افغانستان له خپلې  جګړې وروسته په یوه برخلیک ټاکونکي مرحله کې دی او اړتیا لري،چې په نړیوال ټولنه کې په رسمیت وپیژندل شي. د دې لپاره باید د نجونو ښوونځي پرانېستل شي او د ښځو پر جامو ټاکلي قوانین باید د اسلامي ټولنې له لباس سره یو برابر وي او په دې صورت کې کیږي،چې افغانستان په رسمیت وپیژندل شي.»

تازه دافغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړي استازي توماس ویسټ او د افغان میرمنو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره پر افغانو ښځو د تازه لګولو شویو محدیتونو او د نجونو زده کړو په اړه تلفوني خبرې کړي دي.

کتونکي دا د افغانستان داخلي مسله ګڼي او له نړۍ سره پرې هر راز خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې د نړیوالې ټولنې لاسه وهنه یادوي،خو د دغې  مداخلې لامل د حکومت وروستي تصامیم په ګوته کوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist