Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې په لومړي ځل د اسلامي‌ امارت د دویم امیر مړینې تلین  ناسته جوړه شوه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/23

په  کابل کې  د یکشنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۲ مه» د اسلامي امارت د دویم امير ملااخترمحمد منصور د مړينې شپږم تلین په مناسبت  ناسته جوړه شوه. 

د ملا اخترمحمد منصور د مړينې شپږم تلین ناستې په مراسیمو کې د لوړپوړو امنیتي او دفاعي مسوولینو او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر  او د رئیس الوزرا مرستیالانو هم ګډون کړی وو.

دې مراسیمو کې ویناوالو د ملااختر محمد منصور په کړې مبارزه، شخصیت او سیاسي فعالت ويناوې وکړې او هغه يې د اوسنۍ بريا لامل وباله. 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي:« ملا اختر محمد منصور د هغو کسانو له ډلې و چې په لومړیو کې د مجاهدینو، خپلواکي غوښتونکو او هغو کسانو له لیکو سره چې د نظم او اسلامي نظام حاکمیت لپاره یې مبارزه کوله، یو ځای شو.» 

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور  وايي:« ملامنصور جنګیالی وه،په غوره غازیانو او مجاهدینو کې د شوري اتحاد پر وړاندې له جهاده  تر اخر د شهادته پورې. ملا منصور سیاست وال وه، سیاست یې یقیني موږ ته مالوم وه.» 

همدې ناستې ته بيا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي وویلي، سیمې او نړۍ هېوادونو سره يې سیاسي تعاملات په کاميابۍ روان دي او پر کوردننه يې ډېرې لاسته راوړنې لري.

هغه زیاته کړه:«ډېرې لاسته راوړنې لرو. د دوښمن له منفي تبلیغاتو  کله ځنې ملګري پرېشانه شي. خو  وروڼو ګورئ! دا نظام چې په کوم حالت کې قدرت ورسېد،هغه مجاهدین،چې ۲۰ کاله په غورونو کې د بي ۵۲ الوتکو تر بمبار لاندې پاتې شوي وو،هغه په منظمه بڼه په ملي اردو بدل شول. هغه په منظمه بڼه په ملي پولیسو بدل شول. هغه په منظم شکل په استخباراتي ځواکونو بدل شول. دا څومره لویه لاسته راوړنه ده. تاسې باور وکړئ! ما له ډېری وزیرانو پوښتنه کړې او زه خپله د بهرنیو چارو وزارت حالت درته وایم،چې په ځینې وزارتونو کې یو نټ هم نه دی ضایع شوی. یو ډېر کوچنی شی هم ضایع شوی نه دی. یو ګیلاس هم ضایع شوی نه دی. له دومره لوی تحول، دومره نظم، دا ډېره لویه خبره ده. پر بانکي سیسټم بندیزونه ولګول شول، خو الحمد الله هم بانکي سیسټم ورغول شو،هم اقتصاد پر پښتو ودرید او هم له ۵۰۰ تر ۶۰۰ زرو  پورې مامورینو ته معاشونه ورکول کېږي. دغه راز د راروان کال مالي بودیجه هم له خپلو عوایدو جوړه شوه. دا ډېره لویه لاسته راوړنه ده.» 

خو د ياد وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي بيا ټينګار پر دې و،چې ښځو ته دې د زده کړو زمینه برابره، له هېواد څخه دې د خلکو د وتلو مخنیوی وشي او نړۍ سره دې قوي سياسي اړيکې رامنځ ته شي. 

ستانکزي زیاته کړه:« خلک د هېواد له سرحدونو نورو هېوادونو ته تښتي. دا د څه لپاره ځي؟ اقتصادي ستونزې لري. په دې هرات کې تاسو څو وخت وړاندې ولېدل، په زرګونه افغانان په کې مړه شول  او که مړه نه شول. د نمیروزو  له سرحده هره دوه زره کسان تښتي،چې پوښتنه ترې وکړې، ډېری یې د اقتصادي ستونزو له امله ځي. دوی اړ دي،پاکستان او نورو هېوادونو ته ځي. دا اوس د حکومت دنده ده،چې خلکو ته دنده پیدا کړي. له ډېرو هېوادونو سړه اړېکې لرو، خو لکه څنګه چې اړینه ده، په هغه څېر نه دي. د او.آی.سي څوکۍ له موږ سره نه شته دی. د ملګرو ملتونو څوکۍ له موږ سره نه شته دی.موږ په اروپا کې استازولي نه لرو. دا باید وشي.  ستونزې په مخ کې لرو، خو د یوه قوي، سیاسي پلان له مخې موږ کولای شو،چې دا ټولې ستونزې له مخې لرې کړو. د ښځو په اړه، هغوی ته شرعي حقوق چا نه دي ورکړي. د زده کړې حق چا نه دی ورکړی.» 

د ملا اخترمحمد منصور د مړینې شپږم تلین ناستې ته راغلو ډېرو لوړپوړو طالب مشرانو ټينګار همدا و،چې له شته فرصت دې استفاده وشي او افغانستان دې له خراب اقتصادي او سیاسي وضعیت واېستل شي.  

د اسلامي‌امارت بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد ځای ناستی ملا اختر محمدمنصور شپږ کاله وړاندې د غبرګولې پر لومړۍ نیټه د امریکا متحده ایالتو په هوايي برید کې پر نښه شو. دا لومړی ځل دی،چې په کابل کې د اسلامي امارت د دویم امیر د مړینې تلین ناسته جوړېږي، دغې ناسته  کې د اسلامي‌امارت لوړپوړو چارواکو په یووالي او له شته فرصتونو نه پر ګټې اخیستنې ټینګار وکړ. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist