Skip to content
د قلم لارې مدني ټولنه،چې له کلونو راهيسې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د زده کړو د عامېدو په برخه کې د عامه پوهاوي کمپاينونه ترسره کوي،خو په يوه تازه او کمساري ګام کې يې د کندهار ولایت د سرحدي ولسوالیو له زده کړو د پاته ماشومانو لپاره داسي مجهز ګرځنده ښوونځی جوړ کړی،چې تر نهم ټولګي به ماشومانو ته د کتاب او ثبت شویو درسي موادو پر مټ زده کړي ورکوي.
د یادې ټولنې مشر مطیع الله ویسا وايي، ياد ښوونځی يې د خپلو رضاکاره کارکونکو پر مټ جوړ کړی او ټول لګښت هم د دوی له لوري پرې شوی دی.
هغه زیاته کړه:« د نړۍ هېڅ یوه ځای کې زرنج نه دی کارول شوی. دا زموږ نظریه ده، موږ غواړو، په ډېرو لږ امکاناتو د هغو سیمو،چې هلته هېڅ ښوونځی نه شته دی، ښوونکی نشته دی، ودانۍ نه شته دی، له دغې لارې د زده کړې زمینه برابره کړو.»
دغه ګرځنده ښوونځی،غږیز سيستم، کتابتون، ټلوېزیون، لمريزه برېښنا او په هره سيمه کې رضاکاره ښوونکي لري.
ګرځنډه ښوونځي کې ټول مواد د هېواد د تعلیمي نصاب مطابق تدرس کېږي او مسوولین یې وايي، هڅه کوي،په انلاين بڼه هم زده کوونکو ته د درسي موادو د رسولو زمينه برابره کړي.
د دغه ګرځنده ښوونځي د زده کړو په بهير کې تازه شامل شوي ماشومان هم خوښ دي او زده کړې د خپلې راتلونکې لپاره ګټوري بولي.
یوه زده کوونکې نازنینه وايي: « زه ډېره خوشاله یمه،چې دلته زده کړې کوم. زه غواړم، په راتلوونکې ښوونکې شم، ترڅو نورو نجونو هم درس ورکړم.»
زده کوونکی محمد ميروېس وايي:« غوښتنه مو دا ده، چې زموږ لپاره ښوونځي او کورسونه جوړ کړي، ترڅو زده کړې په کې وکړو.»
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي،چې دغه ښوونځی يې په سيمه کې د لومړي ځل لپاره فعاله شوی، وایي، د زده کړو د پراختيا لپاره د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي،چې د دوی د ماشومانو پر راتلونکې مثبت اغېز کوي.
د سپين بولدک ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی عطاء الله وايي:« دا کار زموږ د ماشومانو لپاره ډېر ګټور دی. له دې سره دواړه هلکان او نجونې هڅول کېږي. دغه هڅه یې د ستایلو وړ ده. »
د سین بولدک ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عطاء محمد بیا وايي:« موږ ډېر خوشحاله یو،چې د قلم مدني ټولنې له لوري دا ګرځنده ښوونځی مو د ماشومانو لپاره پرانېستل شو. موږ ډېر خوښ یو.»
دغه ګرځنده ښوونځی به کلي په کلي ګرځي او له زده کړو پاته هلکانو او نجونو ته به زده
کړي ورکوي.
د قلم لارې مدني ټولنې مسوولين وایي،له ازمايښتي کار وروسته غواړي، د دغه ډول ښوونځيو شمېر زيات کړي.