Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا والي: د ا.ا او جمهوریت دواړو کونډو او یتیمانو ته  میاشتني امتیازات ورکول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/23

په سویل کې د پکتیا والي محمد علي جان احمد د یکشبنې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۱ مه»  د اسلامي امارت  د دویم امیر ملا اختر محمد منصور تلین په مناسبت جوړه شوې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، اسلامي امارت د جمهوریت او امارت کونډو او یتمیانو ته په یوه سترګه ګوري او میاشتني امتیازات ورکوي.

احمد وایي،د شهیدانو،معلولینو چارو ریاست ته دنده سپارل شوې،چې د طالب، عسکر او جګړو کې د قرباني شویو ملکي وګړو کورنیو ته دې دغه میاشتني امتیازات اجراء کړي. 

هغه زیاته کړه:« د  شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته حکم شوی دی،چې هرې کونډې ته،هر یتیم ته به میاشتني امتیازات ورکوي، بغیر له توپیره،چې دا د عسکر، طالب او یا جګړه کې د قرباني شوي ولسي وګړي کونډې او یتیمان دي.» 

د پکتیا امر بالمعروف رئیس مولوي شرف الدین له اسلامي امارته وغوښتل،چې تیرو کلونو کې خلکو د خپلو هجرو دروازې د دوی پر مخ پرانیستې وې او دوی دې ورته اوس د دفترونو دروازې پرانیستې وساتي. 

هغه زیاته کړه:« له اسلامي امارت مو غوښتنه دا ده،چې دې ملت زموږ لپاره د خپلو هجرو دروازې پرانیستې وې، تاسو اوس ورته د دفترونو دروازې پرانېستې وساتئ. په کار ده، چې دفترونه یې پر مخ بند نه شي.» 

د ناستې ویناوالو د اسلامي امارت  د دویم امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور په ژوند او د امریکا او ناټو پر وړاندې پر وسله واله مبارزه هم خبرې وکړې.

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:«کله چې د منصور د رهبرۍ دورې جریان مطالعه کوو،نو دا به منو،چې هغه یو پیاوړی رهبر وه. هغه په داسې ستونزمنو شرایطو کې د مرحوم امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد دویم او بیا لومړی نائب شو،چې د مشر ملا محمد عمر مجاهد لومړی نایب ملا عبیدالله اخون لومړی زنداني او بیا شهید شوی وو.» 

د پکتیا امر بالمعروف رئیس شرف الدین له خلکو وغوښتل،چې د اسلامي امارت حکم د اسلام حکم دی او دا دې په ځانګړي ډول د امر بالمعروف ادارې حکم نه ګڼي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist