Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد نن شنبه د « ۱۴۰۱ کال د غويي پر ۳۱ مه» پنجشیر ولایت ته تللی دی.
ویل کیږي،مجاهد د پنجشیر ولایت د روان وضعیت د څارنې په موخه دغه ولایت ته تللی دی.
مولوي یعقوب په دغه ولایت کې له امنیتي مسوولینو،قومي منتفذینو او بېلابېلو اقشارو سره کتلي دي.
د دفاع سرپرست وزیر د پنجشیر اوسېدونکو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی،چې هیچاته به اجازه ور نه کړي،چې امنیت خراب کړي او خلکو ته مزاحمت جوړ کړي.
مجاهد داسې مهال پنجشیر ته سفر کوي،چې په دغه ولایت کې د ځینو وسله والو او اسلامي امارت ځواکونو ترمنځ وخت ناوخته د نښتو او جکړو راپورونه ورکول کیږي.