Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هند کې د شانګهای سازمان ناستې پای: ګډونوالو له اسلامي امارت وغوښتل د ټول شموله حکومت جوړېدو برخه کې اقدام وکړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/21

د شانګهای همکاریو سازمان ناسته،چې د هند په پلازمینه نوي دهلي جوړه شوې وه  او دوه ورځ یې دوام درلود، پایته رسیدلې.

په دغه ناسته کې د ګډونکوونکو هېوادونو اندیښنه دا وه،چې سیمې او نړۍ ته د ترهګرۍ او نشه یې توکو د قاچاق ګواښ زیات شوی دی.

په ناسته کې د پاکستان،ایران،تاجکستان،روسیې او هند اندیښنه ښودلې،چې هېوادونه یې د داعش له لوري له ګوښ سره مخ دي او باید مخه یې ونیول شي.

ناسته کې پرېکړه وشوه،چې اسلامي امارت دې د ښځو او بشري حقونو، ترهګرۍ سره د مبارزې او د ټول شموله حکومت د جوړېدو برخه کې جدي اقدام وکړي،چې نړۍ او سیمه یې په رسمیت وپیژني. 

ددغو هېوادونو خبرداری داوه،که د ترهګرۍ ګواښ له دې هم زیات شي،نو نړۍ به اړه کړي،چې په دې تړاو خپل وروستی تصمیم ونیسي،چې بیابه نه د افغانستان او نه هم د سیمې پر ګټه وي. 

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال فاطمي وايي:« په ناسته کې دا نهايي تصامیم ونیول شول،چې اسلامي امارت څومره ژر کولای شي د ښځو او بشري حقوقو په مسله کې او ترهګرۍ سره د مبارزې مسله کې او همه شمول نظام په برخه  کې ګړندي ګامونه واخلي. که غواړي چې  سیمه او نړۍ یې په رسمیت وپیژني، دوی باید خپل تعاملات ګړندي کړي او که چیرې دا کار ونه کړي او ګاونډیانو ته  ګواښ زیات شي،نو نړۍ به اړه  شي،چې نهايي تصمیم ونیسي او هغه نهايي تصمیم به د اسلامي امارت پر ګټه نه یې او دا به د  سیمې  لپاره هم غوره نه وي.» 

د سیاسي چارو  شنونکي طارق فرهادي وايي:« د شانګهای په ناسته کې له ترکمنستان پرته د افغانستان نورو ټولو ګاونډیانو حضور درلود او دا ټول افغانستان له درېیو زاویو ګوري،یا ترهګرۍ یا کډوال او یاهم نشه یې توکي. موږ باید دا حالت بدل کړو،په افغانستان کې باید اصلاحات راوستل شي او حکومت کې عمیق اصلاحات راوستل شي.د دې لپاره چې حکومت وپیژندل شي،چې افغانستان له اقتصادي پلوه او له ګاونډیو سره د روابطو لپاره په یو مترقي هېواد بدل شي.» 

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال فاطمي وايي، اسلامي امارت له سیمې او نړۍ سره رسمي اړیکې نه لري او د هند په ناسته کې داسې تصامیم نه دي نیول شوي،چې د اسلامي امارت پر  ګټه وي او دا ټولې د نړیوالو او ګاونډیو پلمې دي،چې د  اسلامي امارت پر وړاندې مطرح شوي دي.

فاطمي زیاته کړه:«  زه ګورم،د دې ناستې ګټې دومره زیاتې نه دي، د اسلامي امارت پر ګټه باندې کوم تصامیم نه دي نیول شوي، ټولې پلمې دي،د نړیوالو او ګاونډیانو له لوري اسلامي امارت ته.» 

خو اسلامي امارت بیا وايي،د سیمې پر کچه ټولې هغه ناستې،چې د افغانستان په تړاو په کې بحث کیږي، مهمې دي او افغانستان له سیمې او ګاونډیو سره ښې ډیپلوماتیکې اړیکې لري. 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:« هغه ناستې،چې د سیمې پر کچه د افغانستان په تړاو جوړیږي، د افغانستان لپاره مهمې دي او هېله ښي،چې په داسې ناستو کې د افغانانو لپاره ګټور بحثونه وشي. اسلامي امارت له ډېرو هېوادونو او په تیره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره ښې ډیپلوماتیکې اړیکې لري.» 

د هند په نوي دهلي کې د شانګهای سازمان دغه ناسته،چې دافغانستان په تړاو په کې بحث شوی او اندیښنې مطرح شوي،د دغه سازمان د ترهګرۍ ضد کمیټې له لوري جوړه شوې وه،چې د روانې می میاشتې له ۱۶ تر ۱۹ نیټه یې دوام درلود. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist