Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
محب: سیمه او نړۍ په افغانستان کې له ترهګرۍ اندیښنه لري

محب: د حکومت سقوط کې د خپلو ناکامیو مسوولیت منم او له خلکو بښنه غواړم 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/21

د افغانستان د تېر حکومت د نسکورېدو که څه هم نږدې لس میاشتې تیریږي،خو د یاد حکومت د ملي امنیت سلاکار تازه خپله ناکامي منلې او د خپلو ناکاریو له امله یې د افغانستان له خلکو بښنه غوښتې ده.

حمد الله محب چې د تېر حکومت د نورو چارواکو پرتله تر ټولو ډېر رسینو کې راڅرګندیږي او د سقوط پر عواملو خبرې کوي وویل، له نورو چارواکو یې هم هېله ده،چې صحنې ته راښکاره شي او خلکو ته وضاحت ورکړي.

محب زیاته کړه:«هر هغه څه چې زما له  ناکامۍ پورې تړلي دي،زه یې بشپړ مسوولیت اخلم او زه د هغو ټولو کارونو له امله بښنه غواړم.  زه هېله لرم،ټول هغه کسان چې په دې موضوع کې ښکېل ول،صحنې ته راشي او وضعیت د افغانستان په اړه وضاحت ورکړي،ځکه دوی د افغانستان خلکو او تاریخ پر وړاندې مسوول دي.» 

محب د تېر حکومت د راپرځېدو ورځې په تړاو وویل،دوحې ته د ده پر مشرۍ یو پلاوی د وروستیو مذاکراتو لپاره روان و،خو هر څه ډېر ژر پیښ شول او پلان یې بدل شو.

محب وايي، که یې د هېواد پرېښودو پریکړه نه وای کړي ښايي، هغوی چې اوس وتلي، لا هم په هېواد کې د ننه پاتې وای او ژغورل شوي نه وای.

هغه زیاته کړه:« داسې یو پلان موجود و،چې یو ټیم دوحې ته ولاړ شي او مذاکرات وکړي،چې زه د همدې ټیم مشر وم. خو په هماغه ورځ هر څه په ډېرې چټکۍ سره پېښ شول،خو هغه غوره اقدامات چې موږ باید کړي وای، یو دا وه،چې د کابل ښار ساتنه وکړو او په دغه ښار کې د اوسېدونکو خلکو ساتنه وکړو.» 

له دې مخکې د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي ول، که له هېواده وتلی نه وای،کابل کې به ډېره وینه بهیدلي وای او په وینا یې چې وژل شوی به و.

خو اسلامي امارت بیا واييؤد اګسټ میاشتې په ۱۵ مه اړ شول،چې کابل ښار ته ننوځي او د بې نظمۍ او چور مخه ونیول شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist