Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په ترکیه کې د اوسني  نظام  سیاسي مخالفینو ناسته کړې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/19

د ترکیې په انقرې ښار کې  د عبدالرشید دوستم،عطامحمد نور،احمد ضیا مسعود،محمد محقق،کریم خلیلي او دوی ته ورته نورې څېرو د مقاومت شورا په نوم سره راټول شوي  او ناسته یې کړې ده .

کارپوهان د انقرې دغه ناسته د افغانستان د ملي ګټو او تاریخ پرضد غونډه یادوي او پر وینا یې په دې ناسته کې هغه څیرې راټولې شوي دي،چې پر افغانستان د روس او امریکامتحده ایالتو دواړو د د یرغل ملاتړي ول.

دوی وايي، اسلامي امارت باید له ترکیې وغواړي،چې خپل هېواد کې دغه ډول ناستو ته اجازه ورنه کړي. 

د سیاسي چارو کارپوه مختار هاتف وايي:« کومه غونډه چې په انقره کې جوړه شوې،دا د افغانستان د ملي ګټو ، ان  د افغانستان ملي بشپړتیا او تاریخ پر ضد یوه ناسته ده. په دې کې هغه څیرې راټولې شوي،چې پرون یې دغه خاوره پر امریکا خرڅه کړه،په انقره کې جوړه شوې ناسته، په نامه د شورا عالي مقاومت د افغانستان د خلکو له لوري مردوده ده او اسلامي امارت باید له ترکیې وغواړي،چې داسې ناستو ته اجازه ورنه کړي .» 

ځینې نور بیا  په دې باور دي، چې دغه څیرې نور د افغانستان په سیاست او واکمنۍ کې ځای نه لري، د ملي ګټو پرځای یې تل ګوندي ګټو ته ترجیح ورکړې او نور د قومونو استازیتوب هم نه شي کولای. 

د سیاسي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی  وايي:« کومې څیرې چې په ترکیه کې د دوستم په کور کې راټولې شوي، دوی ته نور د افغانستان په سیاست او خصوصآ په واکمنۍ کې نور ځای نه شته  دی، هر قوم او ټول افغانان نور دوی نه مني،جګړې خلک ستړي کړي دي او چاته به د جګړې اجازه ورنه کړل شي.» 

د سیاسي چارو کارپوه سیدبلال فاطمي وايي، داسې ناستې پایله نه لري،ځکه ګډونکو کې یې د افغانستان استازي نه دي،بلکې له قوم او مذهب نه په ګټې اخیستنې سره پیسې لاسته راوړي او شخصي ګټې پالي. 

فاطمي زیاته کړه:« داسې ناستې نتیجه نه ورکوي او پایلې به یې منفي وي،ځکه دوی د افغانستان لپاره نه بلکې شخصي ګټو لپاره کار کوي، نه دافغانستان استازیتوب کوي او نه هم د خپلو قومونو، دا هغه څیرې دي،چې له همداسې پروژه یې کارونو پیسې لاسته راوړي.» \

د انقرې ناستې ګډونوالو ته بیا د اسلامي امارت توصیه  داده،چې له اعلان شوې عمومي عفوې نه دې استفاده وکړي او بېرته دې خپل هېواد ته راستانه شي.

له هغې وروسته چې جمهوریت سقوط شو او اسلامي امارت په ‌افغانستان واکمني ترلاسه کړ، عبدالرشید دوستم،عطامحمد نوراو د شمال ټوالې نورې هغه څیرې،چې تل د سولې مخالفې او پر جګړې یې ټینګار درلود، له افغانستانه وتښتیدې او اوس په انقره کې سره راټول شوي دي او د افغانستان په تړاو یې ناسته کړې. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist