د امریکا متحده ایالتو د دفاع وزارت( پنټاګون) ویاند جان کربي وايي، له داعش او نورو وسله والو ډلو سره د مبارزې بشپړه وړتیا لري او دوی نه پریږدي،چې له افغانستانه بهر عملیات وکړي.
کربي زیاته کړه، هر څه له نږدې څاري او بلې ډلې ته اجازه نه ورکوي،چې دومره قوت پیدا کړي او پیاوړي شي.
په ورته وخت کې کربي وايي، له اګسټ میاشتې راپدیخوا یې په افغانستان کې ځکه هوايي برید نه دی کړې،چی اړتیا یې نه ده احساس کړې.
پنټاګون وايي، له خپلو متحدینو سره پر ګډه کار کوي،چې دا ډاډ ترلاسه کړي،چې بله ډله پیاوړې نه شي او که راپیدا کیږي،دوی یې پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري.