Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غويي پر ۲۸ مه» په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاتا سره کتنه کړې.
په دغه لېدنه کې اوکاتا له افغانستان سره د جاپان د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
د جاپان سفیر دې ته هم اشاره کړې،په پام کې لري، افغانستان کې د خپل سفارت چارې بېرته په رسمي توګه پیل کړي.
په دغه ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د ښوونې،د نشه يي توکو پر بندیز، د نجونو د ښوونځيو پر پرانېسته او نورو امنیتي مسایلو خبرې اترې شوې دي.
تاکاشي اوکاتا، په دغه ناسته کې له افغانستان سره پر ګډې همکارۍ او د مرستو پر دوام هم بحث درلود.
کابل کې د جاپان سفیر، اوکاتا، وړمه ورځ د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم کتلي او په هغه لیدنه کې یې هم د ګډو همکاریو پر ژمنتیا ټینګار کړی وه.