Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: که اسلامي هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني ملاتړ دې وکړي 

مجاهد: کابل کې مو د پاکستان حکومت او ټي.ټي.پي ترمنځ د سولې خبرو منځګړیتوب کړی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/19

د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د اسلامي امارت په منځګړیتوب اوربند د چهارشنبې په ورځ اعلان شوی او ټاکل شوې ده،چې  د روانې می  میاشتې تر ۳۰ مې  نیټې یا د دیارلس ورځو لپاره دوام وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي،په کابل کې یې د پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ د سولې خبرو منځګړیتوب کړی د ی،چې په ترڅ کې یې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ هم شوی دی.

مجاهد وايي، پر دواړو غاړو غږ کوي،چې په خپلو دریځونو کې دې نرمښت رامنځته کړي.

مجاهد زیاته کړه:«د پاکستان حکومت او د پاکستان د طالبانو د تحریک ترمنځ د اسلامي امارت په منځګړیتوب په کابل کې مذاکرات ترسره شول. د مذاکراتو په جریان کې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم هوکړه وشوه.»

له پاکستانه کابل ته د پاکستاني حکومت پلاوي راتګ که څه هم د دغه هېواد رسنۍ تائیدوي، خو د ترکیب او مشرۍ په تړاو یې تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.

د پاکستان له چارو باخبره څېرې په دا ډول دوه اړخېزو خبرو کې د اسلامي امارت ونډه که څه هم په مثبته سترګه ګوري،خو ټینګار کوي،تر هغې چې د  پاکستان حکومت او پاکستاني طالبان په خپلو دریځونو کې نرمښت ونه ښیي پایله نه ورکوي.

ازاد خبریال  طاهر خان وايي:«د پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ د سولې خبرو دا پروسه به دومره آسانه نه وي،خو که  دواړه خواوې په خپلو دریځونو کې نرمښت وښیي یوې پایلې ته رسیدلی شي. اسلامي امارت د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړي او درېیمګړي رول ادا کولای شي،خو په ټوله کې دا د پاکستان حکومت اوپاکستاني طالبانو پورې تړلې موضوع ده،چې څنګه په کې پرمختګ وکړي.»

ځینې نور بیا وایي،د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ سوله د افغانستان پر وضعیت هیڅ اغیز نه لري او اسلامي امارت ته په کار ده،چې د دا ډول موضوعاتو پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو پر حل تمرکز وکړي.

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی  وايي:« د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې د افغانستان پر حالاتو هېڅ اغیز نه کوي،ځکه دوی زرګونه پښتانه په کوزه پښتونخوا کې وژلي دي،نو اسلامي امارت باید د دا ډول مسایلو پر ځای د هېواد دننه ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.» 

ویل کیږي،د روانې اوونۍ په پیل کې د پاکستان حکومت سربېره د دغه هېواد وزیرستان، صوات او ملکنډ سیمو مشرانو او سپین ږیرو هم له پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي سره لیدلي دي او له هغوی یې د اوربند غوښتنه کړې ده.

سرچینو همداراز شمشاد ته تائید کړې ده،چې پاکستاني حکومت د پاکستاني طالبانو دوه مخکښ غړي هم خوشې کړي دي،خو یادې ډلې یې په تړاو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist