Skip to content
په سویل کې د پکتیکا اوسېدونکی وايي،د نورو برخو په څېر ورته په تېرو ۲۰ کالونو کې د مخابراتو په برخه کې هم کار نه دی شوی.
اخوا ولایتي چارواکي بیا ادعا لري،چې پنځو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې د فعالیدو په حال کې دي او پاتې نورې به هم نږدې راتلونکې کې فعالې شي.
د یاد ولایت مخابراتي او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین د ولسونو ستونزې پر ځای بولي،خو وايې،ډېر ژر به ټولې ولسوالۍ له مخابراتي اسانتیاوو برخمنې شي.
هغوی وايي،د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې همدا اوس د مخابراتي انتنونو د فعالولو چارې په عملي ډول روانې دي.