Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون پریکړه کړې،چې له دې وروسته به خام فلزي مواد په کور دننه ویلي کیږي او بهر ته یې لیږدول منع دي.
یاد کمېسیون وايي، له دې وروسته یې د زړو اوسپنو او رنګه فلزاتو په تړاو پریکړه د پلې کېدو وړ ده.
د دغې پریکړې له مخې،به د رنګه فلزاتو ویلي کوونکې کارخونې یا داغمه فلزات ورځني بازار ته په کتو په مناسب بیه اخېستل کیږي.
د پریکړې پر بنسټ هیڅ څوک نه شي کولای،په هېڅ دلیل سره خام مواد بهر ته انتقال کړي.