Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د ښوونځيو پر زده کوونکو د وچې ډوډۍ وېش لړۍ پیل کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/17

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.ایف.پي) د افغانستان  په ننګرهار، پکتیکا او جوزجان ولایتونو کې د ۷۰ ښوونځیو زده کوونکو ته د ډوډۍ ورکولو لړۍ پيل کړې ده.

ډبلیو.ایف.پي وايي، په دغه پروګرام کې به پر څه باندې ۴۰ زرو زده کوونکو پخه وچه ډوډۍ ووېشل شي.

یاد پروګرام زیاته کړې:«د خوړو د خوندیتوب د نړیوال معیار له مخې ، د افغانستان نږدې نیمایي نفوس چې ۱۹.۷ میلیونه وګړي دي، له سختې لوږې سره مخ دي.» 

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام د دا ډول پروګرامونو د ملاتړ لپاره د پیسو غوښته هم کړې ده.

دغه پروګرام زیاتوي:« د خوړو نړیوال پروګرام راتلونکو شپږو میاشتو کې ۵۸۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري،چې په روان میلادي کال کې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.» 

بل خوا په خواله رسنیو کې هغه  انځورونه، چې د خوړو نړیوال پروګرام د وچې پخې ډوډۍ د ویش په لومړۍ ورځ اخېستل شوي، د خلکو د خواشینۍ او ناهیلۍ سبب ګرځیدلي دي.

د خواله رسنیو کاروونکي نوراجان بهیر لیکلي:« پر زده کوونکو د وچې ډوډۍ ویش نمایشي بڼه لري دا د لوږې مخنیوي مناسبه لار نه ده.»

ځینو بیا ویلي، دا کار د ماشومانو ذهنونو ته لوږې، قحطۍ او نورو ته د لاسنیوي فکر تداعي کوي او غرور یې وژني.

د نړیوالو راپورونو پر بنسټ شااوخوا درې میلیونه افغان ماشومان له زده کړو محروم دي، لسګونه زره بیا په بې سرپناه ښوونځیو کې زده کړې وي او  لسګونه زره نور بیا شاقه کارونو او ګدایي ته اړ شوي دي.

په عامه باور، دا میلیونه ډالر،چې د خوړو نړیوال پروګرام د وچې ډوډۍ ویش ته بیلې کړي، که د ښوونځیو په رغونه او د افغان ماشومانو پر بنسټیز ملاتړ ولګول شي، میلیونه افغان ماشومان به په یو مناسب چاپیریال کې زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist