Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد: افغانستان به د چا لپاره پر ګواښ بدل نه شي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/16

د روسیې او تاجکستان له امنیتي اندېښنو وروسته د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا ژمنه وکړه،چې افغانستان به د چا لپاره پر ګواښ بدل نه شي او له ټولو سره ښه تعامل غواړي. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« اول خو اسلامي امارت هېچ چاته هم ګواښ نه دی. موږ بار بار ډاډ ورکړی دی او بیا هم ډاډ ورکوو،چې له افغانستانه چاته اجازه نه ورکوو،چې ګاونډیو هېوادونو  یا بل کوم هېواد ته ګواښ پېښ کړي.موږ په دې برخه کې جدي یو او ورته ژمن یو. بله موضوع دا ده،که ځینې هېوادونه په افغانستان کې د نظام  جوړونې او ترتیب په اړه وړاندیزونه لري، که دا دوستانه وي او د مشورې په بڼه وي،موږ واورېدل او غور پرې کوو. ولې غوښتنه مو دا ده،چې د افغانستان په داخل کې افغانان ښه پوهېږي،چې چاته د ګډون اجازه ورکړي او څرنګه نظام جوړ کړي او په څه ترتیب دې نظام ولري. دا د افغانانو موضوع ده، ښه به دا وي،چې داخل ته یې پرېږدي. ښه ده،چې موږ افغانان یې په اړه پرېکړه ونیسو.» 

روسیه،چې اوس مهال له اوکراین سره په یوه سخته جګړه کې ښکیل ده، له افغانستانه یې هم  وېره  پیدا شوې ده. 

روسیې له تاجکستان سره خپله امنیتي همکاري زیاته کړې او باور یې ښودلی دی،چې د ګواښ پرمهال به له دوشنبې سره ودریږي.

د امریکا متحده ایالتو او روسیې دواړو ویلي، افغانستان سره پر ګډه پوله نوې پوستې جوړي او نږدې ۳۰ میلونه ډالره پانګونه به پرې وکړي. 

په دې وروستیو کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش منلې ده،چې د افغانستان له خاورې یې تاجکستان ته څو توعندي ویشتلي دي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وایي، دا د نړیوالې سیاسي لوبې ګواښوونکی اړخ دی،چې لوبغاړي یې په کې د اسلامي امارت د کارولو هڅه کوي.

د سیاسي چارو کارپوه اسماعیل غرنی  وايي:« دا د نړیوالو لوبې تر ټولو خطرناکه ستونزه ده،چې د دې لوبې د کرایي لوبغاړو پنجابي پوځیانو له لوري ورته قصدا او عمدا په کی وهل کېږي او طالبان په لوی لاس د دې حیاتي او اقتصادي او امنیتي ستونزې د حل پر ځای تورو نخودو پسې لېږي.» 

افغانستان ته زیات خوراکي او نفتي توکي له مرکزي اسیا راځي او اوس چې دا لار نا امنه کېږي،ښایي افغانستان تر دې بد وضیعت ته ولاړ شي. 

سیمه ییز استخبارات بیا هڅه کوي،افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره په ګریوان کې واچوي او خپلې ستراتیژیکې موخې ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه  توریالی ځاځی وایي:« له دې وړاندې چې تاجکستان خپلې پولې  افغانستان سره تړلې وې، بهرنیوچارو وزارت باید یو پلاوی تاجکستان ته استولی وای او هغوی ته یې ډاډ ورکړی وه،چې زموږ له هېواده نه نن او نه سبا هېڅ ګواښ نه دی متوجې،ترڅو ولس او هېواد له سیاسي او اقتصادي بحران سره مخامخ نه شي چې بیا به یې لمن هېڅوک ټوله نه شي کړای.» 

پر تاجکستان هم نیوکې دي،چې دوی  د اسلامي امارت د مخالفو میلمنو کوربه توب کوي او له هغه ځایه افغانستان کې د جګړې لپاره پلانونه جوړوي.

له ګاونډیانو او سیمې هېوادونو هم غوښتنه داده،چې د افغان حکومت مخالفین افغانستان کې د جګړې لپاره طرحو جوړولو ته پرې نه ږدي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist