Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د جي – اووه هېوادونو ګډه خبرپاڼه: ا.ا پر ښځو د بندیزونو لګولو سره له نړیوالې ټولنې لا منزوي کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/15

د اسلامي امارت لخوا د نجونو منځینو ښوونځیو او لیسو له بندولو وروسته د حجاب فرمان لا هم په نړیواله کچه غبرګونونه لري او یادې پریکړې د بشر او په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو د حقونو نقض یادیږي.

تازه د نړۍ اووه سترو صنعتي هېوادونو(جي – اووه) د اسلامي امارت له خوا پر ښځو لګیدلي بندیزونه غندلي او افغانستان کې یې د ټولو وګړو لپاره د مساوي حقونو غوښتنه کړې ده.

د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا، امریکا او د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي افغانستان کې پر ښځو د مخ پر زیاتیدونکي محدودیتونه د  اندېښنې وړ بللي دي.

د جي اووه هېوادونو  د ګډې خبرپاڼې یوه برخه:«د جي اووه هېوادونو مشران د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر حقونو او آزادیو محدودیتونه په کلکو ټکو غندي او مخالفت یې کوي. موږ د مساوي حقونو د غوښتنې برخه کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو او له طالبانو غواړو،چې په دې برخه کې پر خپلو ژمنو ودریږي.» 

جي اووه هېوادونو په خپله ګډه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان کې پر ښځو روان بندیزونه او محدودیتونه به د ټولنې نیمایي برخه له ټولو او مساوي حقونو بې برخې کړي.

په خبرپاڼه کې د اسلامي امارت له خوا پر ښځو بهر ته د تګ محدودیتونه او د ښځو ولیانو ته د سزا ورکولو پریکړې هم غندل شوي او له طالبانو  بشر حقونو ته د ژمنتیا غوښتنه شوې ده.

د جي اووه هېوادونو د ګډې خبرپاڼې یوه برخه:« له دا ډول کړنو سره طالبان له نړیوالې ټولنې ځانونه لا منزوي کوي. موږ پر طالبانو غږ کوو،چې پر ښځو او نجونو لګیدلي بندیزونه لرې کړي او د ښځو ټول بشري حقونه خوندي کړي.»

د نړۍ دې سترو صنعتي هېوادونو ویلي، د سفر کولو او بیان آزادۍ ترڅنګ د ښځو لپاره ټولې آزادۍ په افغانستان کې د سولې او پرمختګ لپاره خورا اړینې ده او اړتیا ده،چې اسلامي امارت ورته ژمن پاتې شي.

اسلامي امارت له دې وړاندې په کراتو ویلي، پر ښځو یې بندیزونه هدف نه دی او د شریعت په رڼا کې د ښځو هر ډول آزادیو ته ژمن دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist