Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سېف د چېلډرن: افغانستان کې د روغتیا، تغذیې او زده کړو اړوند فعالیتونه بېرته پيلوو

سیف دې چلډرن: په افغانستان کې نږدې۲۰ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/12

د ماشومانو خوندیتوب نړیواله ادارې (سیف دې چلډرن) د افغانستان پر روان بشري او اقتصادي وضیعت اندېښنه ښودلې او  وايي، په  دغه هېواد کې ماشومان د نړیوالو پالیسیو اصلي قرباني دي.

د سیف دې چلډرن موندنې ښیي،په  افغانستان کې نږدې ۲۰ میلیونه وګړي،چې د ټول نفوس نیمایي برخه کیږي، وږي دي او پوره خوړو ته لاسرسی نه لري.

د یادې ادارې په خبره، په افغانستان کې دمګړی ۹ اعشاریه ۶ میلیونه ماشومان په وږي نس ویده کیږي، چې لامولونه یې نه یوازې سیاسي بدلون بلکې د اوکراین جګړه او وچکالي په ګوته شوې ده.

سیف دې چلډرن وايي:« په افغانستان کې هره ورځ ۹ اعشاریه ۶ میلیونه ماشومان وږي پاتې کېږي،چې عوامل یې اقتصادي سقوط، د اوکراین جګړې اغیزې او روانه وچکالي ده. د لنډ مهال لپاره اړتیا ده،چې د ماشومانو ژغورلو لپاره د خوړو بېړنۍ مرستې وشي،خو بشري مرسته ټوله ستونزه نه شي حلول کولای.»

سیف دې چلډرن افغانستان کې  د ماشومانو اوسني وضیعت پړه پر نړیوالې ټولنې  اچولې،چې د افغانستان پانګه  یې کنګل کړي او اقتصاد یې راپرځولی دی.

د سیف دې چلډرن د رسنیو او عامه اړیکو مشر ه  اتنیه ریبرن وايي،  په اوس کې هغه افغان ماشومانو بختور دي،چې د ورځې یوه وچه ډوډوۍ خوري.

ریبرن زیاته کړه:« اټکل کیږي،چې سږ کال به له جون تر نومبر میاشتې پورې ۱۸ اعشاریه ۹ میلیونه ماشومان او لویان د خوړو مرستو ته اړتیا لري،په داسې حال کې چې یوازې ۳ اعشاریه ۲ میلیونه کسانو لپاره مرستې موجودې دي. دا چې د نړیوالو پام اوکراین ته اوښتی دی، پّ افغانستان کې د خلکو هېلې د له منځه تلو په حال کې دي. د هرې ورځې په تېرېدو سره افغان ماشومان د داسې څه له امله ژوند بایلي،چې د مخنیوي وړ ده.» 

سیف دې چلډرن پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی،که د افغانستان اوسني اقتصادي بحران د حل په موخه ګامونه وانخلي او بې وزلي راکمه نه کړي،د افغان ماشومانو ژوند به لا سخت شي او د لوږې کچه به لوړه شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist