Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي،په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کیدل،د اقتصادي ستونزو، بې وزلۍ او بې کارۍ لامل شوي دي.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سترو پروژو له پیل سره به بې روزګاري پای ته ورسیږي او په دې برخه کې تر دې دمه ډېر پرمختګ شوی دی.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي، د امنیت ټينګښت او اقتصادي پلانونو له پلي کولو سره به د هېواد سترې اقتصادي ستونزې هوارې شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وروسته له هغې دا څرګندونې کوي،چې سیګار ویلي و، د اسلامي امارت له واکمن کېدو وروسته په افغانستان کې سلګونه زره کسان بې روزګاره شوي دي.