Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیري: له ا.ا غواړو د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي 

امیري: له  اسلامي امارته غواړو د نجونو ښوونځي بېرته پرانېزي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/10

د نوي ښوونیز کال له پیله پوره ۴۹ ورځې تېرېږي،خو لا هم د فشارونو او غبرګونونو سره اسلامي امارت هغه پرېکړه نه ده نهايي کړې،چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د پیل لپاره یې ولس او نړیوال په تمه کړي دي.

په وروستیو څو اونیو کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو له خوا ولسونو ته ډاډ ورکړل شو،چې په نېږدې راتلونکې کې به د نجونو د ښوونځیو ستونزه  حل شي، خو لا تر اوسه پورې کوم اقدام نه دی شوی

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا  متحده ایالتو ځانګړې استازې رینا امیري  یو ځل بیا له اسلامي امارته غوښتي،چې د نجونو زده کړو او ښځو ته د کار حق ورکړي. 

امیري زیاته کړې:« زه د افغانانو او نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره همغږې یمه،چې طالبان د ښځو پر وړاندې ظالمانه پرېکړې پای ته ورسوي. د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي، ښځو ته د کار اجازه ورکړي او پرېږدي،چې خپل ژوند بیا پیل کړي.» 

د اسلامي امارت مسوولین بیا رسنیو سره په خبرو کې پر هغې پرېکړې او طرحې د کار خبره کوي،چې د رهبرۍ غړو او مشرتابه له خوا به د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانېستلو په اړه جوړېږي.

د سیاسي چارو شنونکی کمال سادات وايي:«  د  نجونو ښوونځيو د دروازو تړل له  نړیوالې ټولنې سره د دروازو د تړلو په مانا دي. هغه غوښتني،چې د ښوونځیو د بیا پیل لپاره کېږي، دا هم د افغانانو غوښتنې دي او هم د نړیوالې ټولنې، که ونه منل شي، نو بیا به دا نیمه پرانېستې دروازې هم  د نړیوالې ټولنې سره وړتړل شي. دا مساله هم په سیاسي، اقتصادي او هم د رسمیت پر پېژندلو به اغېزې وکړي.» 

د افغانستان اسلامي امارت پوهنې وزارت وايي، له شپږم ټولګي پورته د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځيو په تړاو سلا  شورې روانې دي او دوی د مشرتابه پریکړې ته په تمه دي.

دا چې اسلامي امارت به د نجونو د ښوونځیو پر پرانېستلو کله د افغانانو او نړیوالو اندېښنې ځواب کړي، لا مالومه نه ده. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist