Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت: افغانستان کې لاهم د ماینونو ګواښونه شته دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/07

د اپرېل څلورمه نېټه د ماين له خطرونو دعامه پوهاوي نړیواله ورځ ده،که څه هم له دې نېټې دوه ورځې تیرې شوي،  خو د چهارشنبې پر ورځ ډ «۱۴۰۱ کال د وري پر ۱۷ مه» په تړاو یې غونډه رابلل شوې. 

 پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د تطهیر او  انسجام رئیس نورالدین رستم خېل د ماين پاکۍ نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، په تېرو درې لسیزو کې د افغانستان درې زره کیلو مټره مربع ځمکه د ماینونو له ګواښه پاکه شوې،خو په خبره یې لاهم ګواښ شته دی.

رستم خېل زیاته کړه:« په تېرو ۳۰ کالونو کې د ماین پاکۍ پروګرام شااوخوا ۳۱۹۶ کلي پاک کړي دي،چې ۳۳۲۳ کیلومتره مربع مساحت لري او لاهم ۶۰۶ کیلو متره مربع ککړې سیمې،چې په ماینونو ککړې دي، ملي ډیټابیس کې ثبت دي او د ماینونو پاک کولو ته  اړتیا لري. د افغانستان د  ماین پاکي پروګرام یو بشپړ بشري او غیر سیاسي پروګرام دی،چې له پیله تر اوسه پورې یې د مرستندویه ادارو په مالي مرسته ۱۲۶۰۵۵۰ د پروسونل ضد مایونونه، ۶۱۳۹۸ د وسایطو ضد ماینونه، ۱۸۳۵۱۴۲۲ ناچاوده توکي او ۱۲۶۴په لاس جوړ شوي چاودېدونکي توکي کشف او شنډ کړي دي.»  

د ياد وزارت سرپرست ملا محمد عباس اخوند وویل، له شته امنیتي فرصته په استفادې دې د ماين پاکۍ موسسې هغه سیمې له ګواښونو پاکې کړي،چې اوږدې جګړې په‌ کې تیرې شوي او د ماین ګواښونه په‌ کې شته دي.

اخوند زیاته کړه:« له نورو بریاو او ګټو سره سره یې یوه ګټه دا وکړه،چې خلکو ته  زمینه سازي وشوه،چې د ماین پاکۍ برخه کې په ډاډه زړه سره کار وکړي. دغه راز خپله د ماین پاکانو لپاره هېڅ ډول ګواښ متوجه نه دی، په هره سیمه کې چې دوی وغواړي، کار وکړي، کار کولای شي.» 

د ماين پاکۍ موسسو ځينو غړو له موسساتو د همکارۍ،خو هغه ماين پاکانو،چې دې برخه کې معلول او زيانمن شوي له نړیوالو نه یې د دوامداره مرستو غوښتنه وکړه.

د ماين پاکۍ موسسې رئیس محمد شريف یعقوبي وايي:« د ماین پاکۍ موسسو په استازيتوب غوښتنه کوم،له دواړو اړخونو هم د اسلامي امارت له دولته،چې د ماین پاکي پوره ملاتړ وکړي، لکه څنګه چې په الفاظو کې هم وویل شول، همدا شان یې ترې غواړو. له دوی مې یو ځل بیا دا غوښتنه ده،چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. له پخوا اوس ښه وخت دی، امنیت تامین دی، هرې هغې سیمې ته چې پخوا مو رسېدنه نه شوای کولای، امنیتي ستونزې وې، یا هم خپله دونران پر دې وېرېدل،که دلته ولاړ شو، خدای مه کړه، د ماین پاک د وژنې لامل نه شي، یا یوه بله پېښه رامنځته نه شي. نن هغه څه نه شته دی. » 

 د دغه وزارت د مالوماتو له مخې،اوس مهال د هېواد په شل ولایتونو او ۷ زونونو کې د ماین پاکۍ موسسو له لورې د ماین پاکولو چارې پیل شوي،تر څو په ماينونو ککړې سيمې پاکې کړي.

 افغانستان کې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې څه باندې زر ماين پاکانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی،خو تر دې ور اخوا بيا هره میاشت په هېواد کې ۱۲۰ عام کسان د ماینونو له امله قرباني کیږي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist