Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سټولټنبرګ: افغانستان کې مو ماموریت بریالی و

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/06

ناټو د امریکا متحده ایالاتو پر مشرۍ د طالبانو خلاف شل کاله جګړه وکړه،خو له افغانستان د وتلو ۸ میاشتې وروسته د دې سازمان مشر ینس سټولټنبرګ یوه خبري کنفرانس کې د تېر کال فعالیتونو راپور وړاندې کړ او خبریالانو ته یې وویل، په افغانستان کې یې  ماموریت له لاسته راوړنو ډک وه. 

ناټو په دوه لسیزو کې طالبان له پښو ونه غورځل،خو امریکا سره د طالبانو د هوکړې پراساس د امریکا او ناټو سرتیري ووتل.

سټولټنبرګ د خپل ماموریت وروستۍ بریا افغانستان کې تخلیه وبلله،هغه تخلیه چې الوتکو پسې یې افغانان نښتی وو.

سټولټنبرګ  وايي:« کله چې په اګست میاشت کې د افغانستان سیاسي او پوځي رهبري ونړېده، موږ په خپل تاریخ د تخلیې تر ټولو ستر ماموریت ترسره کړ. موږ په درې اونیو کې ۱۲۰ زره کسان له افغانستانه واېستل،چې په ډله کې یې ۲ زره هغه کسان ول،چې له ناټو سره یې کار کړی و او اوس د ناټو غړو هېوادونو کې ځای پر ځای شوي دي. هغه درسونه،چې موږ له افغانستانه زده کړل، د راتلونکو ناورینونو په اړه به زموږ د متحدینو اقداماتو څرنګوالی مالوم کړي. » 

ناټو له افغانستانه له وتلو وروسته ژر د اوکراین بحران کې ښکیله شوه. اوس د ناټو سرمنشي وایي، افغانستان کې له تجربو یې زیات درسونه ترلاسه کړی دي او د خپلو متحدینو لپاره به د راتلونکو بحرانونو په اړه څرنګوالی ټاکي. 

خو کارپوهان بیا  افغانستان کې د ناټو ماموریت په اړه بېلا بېل لیدلوري لري او باور لري،چې له ناکامۍ پرته بله بریا نه لري او دوی افغانستان کې ترشاه زیاتې ویجاړۍ پریښي دي.

 د سیاسي چارو شنونکی  احمد خان اندړ وايي:« په اند دوی شتون کومه مثبته پایله نه لرله او  دوی ټولې تجربې چې ترلاسه کړي،ترخې وې،ځکه دوی دلته د دې پر ځای چې د تروریزم پر وړاندې مبارزه وکړي، دلته دوی د دې په پلمه چې حکومت په لاس کې ونېسي او دوی د افغانستان راتلونکی برخلیک په زور او له داسې دولت سره چې دوی استازی وي.»

ناټو افغانستان کې تېرو شلو کلونو کې په افغان پوځ پانګونه وکړه خو د طالبانو بریا ته رسېدو سره سم وپاشل شو.  اوس ټینګار داده چې د ناټو غړي هېوادونه باید افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي ترڅو د دوی په جګړه کې ویجاړ افغانستان جوړ شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist