Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 د ننګرهار اوسېدونکي: د روژې په رارسېدو د خوراکي توکو بیې دوه برابره لوړې شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/06

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار  کې اوسېدونکي  پر سوداګرو او هټۍ والو نیوکې کوي،چې روژه کې یې د خوراکي توکو بیې دوه برابره لوړې کړي او ډېری خلک یې د اخېستلو توان نه لري.

ښاریان وایي،سوداګر او هټيوال دې د عامو خلکو بد وضعیت نه غلطه استفاده نه کوي او په خپل سر دې نرخونه نه لوړوي.

د جلال اباد ښار یوتن اوسېدونکی وايي:« موږ له ټولو افغانانو هېله کوو،که هغه هر کاروبار کوي، که تجار دی، که موټروان دی، باید له بې وزله سره لوبې ونه کړي.»

د جلال اباد ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« موږ او تاسو څه چې د کور  د اولویت توکي اخلو، دا د ټولو بیې لوړې شوي دي.»   

هټيوال مني،چې توکي په کمو بیو رانیسي او په لوړو یې پلوري،خو په خبره یې چې دولت دې پرې څار وکړي او ټاکلې نرخنامې دې ورته وویشي.

د جلال اباد ښار کې یو تن هټۍ وال وايي:« دا توکي نه پرون راغلي او نه له دې څو ورځې وړاندې،هر کانټينر مال چې راځي،شااوخوا دوه میاشتې وخت نیسي.

دوه میاشتې وړاندې دا توکي راغلي دي. زه له تجارانو هېله کوم،چې توکي دې پر لوړه بیه نه پلوري. له هټۍ والو هېله کوم،چې د خدای ج په خاطر،چې په کومه بیه مو توکي اخېستي، ۳۰ افغانۍ ګټه پرې واچوئ.توکي پر ۳۰ یا ۴۰ افغانۍ ګټه وپلورئ، په ۳۰۰ یا ۴۰۰ ګټې له پلورلو ډډه وکړئ.»

بل لوري ته د ننګرهار ښاروالۍ   ویاند بختي جان مراد وایي تازه یې د لسو ریاستوونو له لورې په یو ګډ کمسیون جوړولو باندې کار روان دی،ترڅو ښار کې توکو ته بیې وټاکي او بیا ترې څارنه وکړي.

مراد زیاته کړه:« د بیو مهار په اړه د جلال اباد ښاروالۍ یو ګډ کمېسیون د یوولس ریاستونو په استازيتوب رامنځته کړی دی. په دې کمېسیون کې د بېلابېلو ریاستونو استازي موجود دي. دوی په ښار کې له بېلابېلو برخو، سرایونو، قصابانو‎، خیاطانو  او له نوروهټۍ والو  او بېلابېلو صنفونو څارنه کوي.» 

یوازې جلال اباد ښار نه دی،د کابل په ګډون د هېواد لویو ښارونو کې هرکال د روژې په رارسیدو سوداګراو هټۍ‌وال احتکار کوي او پرر ‌خپل سر نرخونه ټاکي، چې دغې چارې د  عامو افغانانو ژوند سخت کړی او په اړوند ادارو نیوکې لري، چې په بازار څار نه لري. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist