Skip to content
د امریکا متحده ایالتو د پوځ ځانګړو عملیاتو قوماندان ریچارډ کلارک د سنا دفاعي کمېسیون غړو ته ویلي، دوی لا هم په افغانستان کې د دې جوګه دي،چې وسله والې ډلې
وڅاري،خو په خبره یې تر هغې وروسته چې ځواکونه یې له افغانستانه وتلي، د دغو ډلو د څارلو وړتیا یې کمزورې شوې ده.
کلارک وایي،اړ دي،چې افغانستان د نوې ټکنالوژۍ پر مټ وڅاري، نو له همدې امله افغانستان ته په نږدې هېوادونو کې د نظامي اډو یا همکاریو په لټه کې دي.
امریکا وایي په دې برخه کې یې پراخې ديپلوماتیکې هڅې کړي، خو تر دې دمه بې پایله نه ده ورکړې.